1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ولسي جرکې پنځو تنو وزيرانو ته د باور رای ورکړه

ولسي جرګې هغو پنځو تنو وزيرانو او د ستري محکمې د عالي شورا دوو تنو غړو ته چي د جمهوررييس د مرستيال له خوا ور پېژندل سوي ول د باور رايي ورکړې.

د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۵) په خپل عمومي غونډه کې ضراراحمد عثماني د ۱۸۳ رایو په ترلاسه کولو سره د بهرنیو چارو وزير، انجنیر محمد عارف نورزی د ۱۷۷ تاييد رایو په اخېستلو سره د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه، دین محمد مبارز راشدي په ۱۶۶ تاییدي رایو سره د نشه یي توکو پرضد مبارزې وزير، محمد اکبر بارکزی په ۱۶۷ تاییدي رایو سره د کانونو او پترولیم د وزير او محمدشاکر کارګر د ۱۶۳رایو په ترلاسه کولو سره د سوداګرۍ د وزير په توګه د باور رايي تر لاسه کړې.

دغه راز د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته دین محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه هم له وکیلانو څخه د باور رای ترلاسه کړې.

بریالي شویو پنځو تنو وزیرانو او د ستري محکمې عالي شورا غړو ولسي جرګې ته د خپلو کاري کړنلارو د بیانولو پر مهال ژمنه وکړه چې په دندو کې به له بشپړي ریښتنولی کار اخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ته بریالي شوي وزیر ضراراحمد عثماني وویل ډير ژر به د بهرنیو هېوادونو له پاره پر یوې هراړخېزې تګلارې کار وکړي او له امریکا متحده ایالاتو سره به خپلي اړیکي نورې هم پراخې کړي:

«که چیري ستاسي د باور رای ترلاسه کړم او د الله تعالې مرسته راسره وي، نو ځان موظف ګڼم چې د هيواد د بهرني سیاست بنسټېزي کرښي تدوین کړم چې مهمه برخه به یې د امریکا متحده ایالاتو سره اړېکې وي.»

دغه راز، د نشه يي موادو پر ضد مبارزې وزارت ته بریالي شوي وزیر دین محمد مبارز راشدي وویل چي په افغانستان کې د نشه يي موادو له منځه وړل قوي سیاسې ارادې ته اړتیا لري چې په دې برخه کې کوټلو ګامونو د پورته کولو هوډ لري.

«په لومړي قدم کې باید د دولت په دننه کي سیاسي عزم رامنځته شي، دغه سیاسي عزم تراوسه په هغه اندازه چې په افغانستان کې د نشه يي موادو ستونزه وه رامنځته شوی نه دی، ځکه د افغانستان نشه يي موادو نړۍ ته هم ګواښ پیدا کړی."

داچي ولسي جرګې بې له کومه شک او ترديد څخه د حکومت له خوا ور پيژندل شوي وزيران او ستري محکمې د عالي شورا غړو ته د باور راي ورکړې، کارپوهان يې دليل په پارلمان کي د حکومت د پلويانو ډېروالی ښيي.
د سياسي چارو شنونکي عاشق الله یعقوب له دویچه ويله سره په خبرو کي د دې چاري بل لامل د وکيلانو او کاندید وزيرانو ترمنځ مالي فساد ياد کړ:

«په خپله وکیلانو هم یو پر بل شاهدي ورکړې ده چې د وزیرانو په بریالیتوب کې پیسې کښته پورته کیږي او دغه چاره نوې هم نه ده.»

له بلي خوا ځیني کتونکي د دغو وزیرانو غواروی د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو هم بې اغیزې نه بولي او زیاتوي چې ولسمشر غواړي د نویو ټاکل شویو چارواکو پر مټ د خپلې خوښې کاندېدانو په ګټه کار وکړي.