1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ولسمشر ګاوک پولنډ ته رسیدلی دئ

د المان ولس مشر یواخم ګاوک، پولند ته خپل سفر ته دوام ورکوي. نوموړی به د نورو سربیره د دولت د مشر برونی سلاو کوموروسکي، او د لومړي وزیر دونالډ توسک، سره هم وویني.

ګاوک د دوشنبې په ماښام وارسا ته ورسید. د پولنډ د ولس مشرۍ په ماڼۍ کې نوموړي وویل چې د ولس مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته پولنډ ته لومړۍ سفر کول ده ته ځانګړی اهمیت لري.