1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ولسمشر کرزي چین ته سفر وکړ

افغان ولسمشر حامد کرزي، د شانگهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د گډون په موخه چین ته سفر کړی دئ. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ویلي دي چې د افغانستان حالات د چین او روسیې له پاره د اندیښنې وړ دي.

د افغان ولسمشر دفتر خبر ورکړی دئ چې حامد کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي سره یو ځای چین ته تللی دئ چې په دغه هیواد کې د شانگهای د سیمه ییزو همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې گډون وکړي. ولسمشر کرزی به په دې سفر کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران له مشرانو سره وویني.

همداراز په پام کې ده چې ولسمشر کرزی به له چین سره د ستراتیژیکو همکاریو یوه اعلامیه هم لاسلیک کړي. د دې تر څنگ به دواړه هیوادونه له یو بل سره د زراعت په برخه کې هم یو تړون لاسلیک کړي. افغانستان د شانگهای د سازمان غړی نه دئ خو د دې سازمان غونډې ته د میلمه څارونکي په توگه بلل شوی دئ.

د شانگهای د همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو تر دې مخکې پریکړه کړې وه چې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته به د څارونکي میلمه په توگه د افغانستان د ورشاملېدو وړانديز ور مخ ته کړي.

څه موده مخکې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې دغه هيواد د شانگهای د همکاريو سازمان ته د پاکستان او هندوستان د ورشاملېدو ملاتړ کوي او غواړي چې افغانستان هم د دغه سازمان څارونکی وي.

روسيې به هر وخت دا خبره تکراروله چې په سیمه کې د ناټو د بديل له پاره يو امنيتي سازمان ته اړتیا شته او په دې سازمان کې بايد د سيمې نور هيوادونه هم ور گډ شي. خو دې سازمان ته د پاکستان د ورشاملېدو په اړه د پنځو کالو راهيسې خبرې اترې روانې دي.

د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قیرغستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا جوړ شو. هندوستان، ایران، پاکستان او مغولستان د دغه سازمان له دایمي څارونکو څخه دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض