1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

ولسمشر کرزي په شمال کي د دوو لويو پروژې پرانستنه وکړه

ولسمشر حامد کرزي چي د شنبې په ورځ د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ ته تللی وو، د امو له رود څخه د اندخوی، چار باغ ، قرغان او قرمقل ولسواليوته د۱۲۰ کليومترو په اوږدوالي غځيدلې د اوبو شبکه پرانستله.

ولسمشر کرزی د پرانستلو پر مهال

ولسمشر کرزی د پرانستلو پر مهال

د فارياب ولايت سيمه يز دولتي چارواکي وايي د اوبو رسولو هغه کانال چي د امو له رود څخه د اندخوی څلورګونو ولسواليو پوري غزول سوي د درو سوو زرو په شاوخوا کي کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي ومو ند.

د دغي شبکي کاردري کاله د مخه پيل سوي وو۱۱ مليونه ۸۹۰ زره ډالره لګښت پرې راغلی چي د دولت له پراختايي بوديجي نه لګول سوی.

ولسمشر پر دې پروژې سربيره د اندخوی ولسوالۍ د ښاري شبکې د اوبو رسوني پروژه هم پرانستله چي په بشپړيدوبه يې د اندخوۍ ولسوالي په ښارکي ناحيه په ناحيه ، کوڅه په کوڅه او کور په کور د اوبو رسوني نل ليکي وغزول سي.

دغه پروژي هم د دولت له بوديجې څخه يو اشاريه ۵ مليونه دالره لګول کيږي. ښاغلي کر زي د خپلي وينا پرمهال وويل.

« د خوښی ځای دی چي هيواد مو ګام په ګام د آبادۍ پر لورروان دی خداي دي زموږ په هيواد کي امن راولي ترځو ژوند مو ښه اوهيواد مو ودان سي.»

کرزی په فارياب ولايت کي د خلکو سره د کتني پر مهال

کرزی په فارياب ولايت کي د خلکو سره د کتني پر مهال

همدا شان د هيواد ولسمشر د فارياب ولايت د شيرين تګاب او قيصارولسواليو هغه ۱۲۰ کيلو مترو په اوږ داوالي سړک هم پرانست چي د دولت له بوديجي څځه د۷۰ مليونو ډالرو په لګښت ډمبر سوی دی.

د اندخوی څلورګوني هغه ولسوالي دي چي خاوره يي په بشپړه توګه ډبره اوريګ ده او د خلکو لويه ستونزي يي د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي وو خودا دی دغه ستونزي۸۰ په سلوکي هاواري سوې.

د يادولو وړ ده له هغه راهيسي چي حامد کرزي د ولسمشر په توګه ټاکل شوي دا دوهم ځل دي چي د پراختيايي پروژو د پرانستلو په موخه اندخوي ولسوالي ته سفرکوي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل