1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

ولسمشر غني د چين په څلور ورځني سفر روان سو

د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني احمدزی د يوه لوړپوړي هيئت په مشرتوب د دوشنبې په ماښام په يوه څلور ورځي سفر چين ته روان سو. غني به په دغه سفر کي له چين هيواد سره څو موافقتنامې لاسليک کړي.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر د معلوماتو له مخي، اشرف غني احمدزی به د چين له جمهوررئيس شي جين پينگ، لومړي وزير او پارلمان له استازو سره ملاقاتونه ولري. هغه په دغه سفر کي له افغان او چينايي سوداگرو سره هم ملاقات ولري.

چین به د افغانستان په راتلونکې کې نه یوازي له اقتصادي لحاظه پیاوړی ورل ولري، بلکي له امنيتي لحاظه هم افغانستان ته د دغه هیواد همکاري اړینه ده. په داسي حال کې چې ناټو د روان کال تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنگي سرتیري باسي، چین هڅه کوي چې په سیمه کې ثبات تامین شي.

له اشرف غني احمدزي سره په دې سفر کې یو شمیر افغان سوداگر هم مل دي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د کان کیدنې په سکتور کې د چینایي پانگو د جذبولو هڅې وکړي. پر دې سربیره به اشرف غني احمدزی د استانبول په څو اړخیزه بهیر کې هم گډون وکي چې پکښې پر سیمه ییز امنیت، اقتصاد او سیاست باندي خبري کیږي.

ولسمشر غني تر دې دمخه سعودی عربستان ته د شنبې په ورځ سفر وکړ، څو د عمرې حج مراسم ترسره کړي. هغه د خپلو کمپاینونو پر مهال ویلي ول چې د بریا په صورت کې به لومړی سفر د عمرې حج د ترسره کولو په موخه وکړي.

چین ته د ولسمشر غني سفر د دې خبري څرگندویي کوي چې هغه غواړي د افغانستان طبیعي منابع وکاروي، څو هغه مالي خلا بیرته ډکه کړي چې له دوو کلونو راهیسې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلیدو سره رامنځ ته شوې ده. په روان کال کې د افغانستان وده ۱.۵ سلنه ته راکښته شوې ده. دغه شمیره په ۲۰۱۳ کال کې ۳.۷ او په ۲۰۱۲ کال کې ۹.۴ وه.

چین د هغو مخ پر ودې هیوادونو قوي ملاتړی بلل کیږي چې ډیري طبیعي زیرمي لري. دغه هیواد په ډیرو افریقايي هیوادونو کې پانگونه کوي او له طبیعي زیرمو څخه گټه اخلي. چین له افغانستان سره هم ورته لیوالتیا لري.

تر دې دمخه چین د افغانستان په کان کیدني سکتور کې ځیني لوی تړونونه ترلاسه کړي ول خو د دغو تړونونو د عملي کولو په برخه کې تر اوسه پوري د پام وړ اقدامات نه دي شوي. ښايي اوس چین په دې خبره پوه شوی وي چې په افغانستان کې بې له امنیته پانگونه اسانه کار نه دی.

د اټکلونو له مخې افغانستان د درې تریلیونو په ارزښت طبیعي زیرمي لري. د دغو زیرمو ډیر لږ کیندل شوي دي. د دې له پاره چې دغه زیرمي د افغانستان د اقتصاد له پاره ډیره گټه ورسوي، باید په لومړي سر کې د هغې له پاره بنسټیزي پانگوني وشي. همدا اوس چېن د افغانستان په شمالي برخو کې د نفتو په استراج بوخت دی.

چین همداراز د مس عینک د کان د کیندني تړون هم ترلاسه کړی وو. د دغه تړون ارزښت درې میلیارده ډالرو ته رسیده خو چین تر هغه وروسته په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان څخه د دې پروژې په تړاو خپل کارکوونکي را وایستل چې د طالبانو تر برید لاندې راغلل. اوس پر دې تړون باندي چې په ۲۰۰۷ کال کې لاسلیک شوی وو له سره خبري اتري رواني دي.

د مس عینک له تړون سره باید په سیمه کې سړکونه، د اورگاډي پټلی، د بریښنا د تولید دستگاوي او د سیمه ییزو اوسیدونکو د گومارني پروژې هم پيل شي. په عین حال کې هندوستان په بامیان ولایت کې د اوسپنې د یوه کان له کیندنې سره لیوالتیا لري چې ارزښت یې لس میلیارده ډالرو ته رسیږي.

د دې له پاره چې په افغانستان کې په ریښتنې توگه پانگوني وشي، باید په دې خبره ځان ډاډه کړي چې په افغانستان کې بې ثباتي د دې سبب نه کیږي چې پانگوال له گواښ سره مخامخ شي. پر دې سربیره باید هغه خپلو ټولو گاونډیانو ته هم ډاډ ورکړي چې گټي یې یو له بل سره په تضاد کې نه واقع کیږي.

له بلې خوا په خپله چین هم د اسلامي افراطیت له کبله تر فشار لاندي دی او غواړي په سیمه کې دغه موضوع د امکان تر حده پوري کمه کا. چین په جولای میاشت کې همداراز د افغانستان له پاره یو ځانگړی استازی هم گومارلی دی چې د دې هیواد له پاره د کابل حکومت ارزښت په ډاگه کوي.

یو شمیر کارپوهان همداراز په دې باور دي چې چین کولای شي د افغانستان د سولې له بهیر سره هم مرسته وکړي. له طالبانو سره د چین اړیکې ۱۹۹۰ کلونو ته رسیږي.

DW.COM