1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

ولسمشرۍ ته نوماند محمد هاشم توفيقي سره مرکه

د افغانستان د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ نوماند محمد هاشم توفيقي په كال ۱۳۱۱ هجري لمريز كال كې د كابل په ولايت كې زيږيدلى شپږ اولادونه لري او په اقتصاد كې تخصص لري...

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمد هاشم توفيقي

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمد هاشم توفيقي

لوړې زده كړې يې د جرمني او انګلستان په هيوادونو كې تر سره كړي . شاه ولي روحاني او غلام علي امين د ده د مرستيالانو په توګه نومول شويدي .

انجنير محمد هاشم توفيقي له دويچه ويلي سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې خپل راتلونكي كاري پروګرامونه څرګند كړل . ښاغلى توفيقي د دې پوښتنې په ځواب كې چې كه چيرې په ټاكنو كې بريالى شي د امنيت د راوستلو په برخه كې به كوم پروګرامونه پلي كړي، وويل :

زه بايد ووايم چې دغه امنيتي بحران د كرزي د حكومت لخوا رامنځ ته شوى ښاغلي كرزي له امريكائيانو سره يو تړون لاسليك كړ او هغوى ته يې درې پايګاوې وركړې چې په حقيقت كې دا پوځي پايګاوې دي . دا هغه پايګاوې دي چې امنيتي وضع يې كړكيچنه كړه . دا هغه پايګاوې دي چې په حقيقت كې به له هغو څخه اتومي ګولۍ وويشتل شي . او د ناټو مخالفينو او سيالانو دايي درك كړې او دوى په دې برخه كې مطالعې لري او په دې هكله پروپاګندونه هم كوي . له هم هغې ورځې څخه چې دغه پايګاوې امريكائيانو ته وسپارل شوې جګړې او وينه تويدنې پيل شوې خبره تر هغه ځايه ورسيده چې د طالبانو لخوا دوه زره بريدونه ترسره شول . په ټوليزه توګه د امنيت د خرابيدو درې لاملونه دي لمړى د بهرنيو ځواكونو شتون ، دويم د طالبانو شتون او دريم په ټولنه كې بيكاري . زه غواړم په دريو واړو برخو كې ځانګړي پروګرامونه پلي كړم تر څو د بدامنيو لاملونه له منځه ولاړ شي . او د دې ترڅنګ به خپل عسكري نظام به سمبال كړو .

دويچه ويلي : ښاغلى توفيقي تاسې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه نظر لرئ ؟

توفيقي : د بن په كنفرانس كې په افغانستان كې د پوځي بهرنيو ځواكونو او پوځي پايګاوو په اړوند څه ندي ليكل شوي نو چې د بن په كنفرانس كې داسې يوه خبره نشته دوى بايد د هغه ژمنې په اساس عمل وكړي چې د بن په كنفرانس كې يې كړيدي . بهرني ځواكونه وايي چې مونږ سوله راولو مونږ ورته وايو چې مونږ په شپږو مياشتو كې سوله راوستلاى شو نو د تاسو حضور ته اړتيا نه ليدل كيږي . زه به د بهرنيو ځواكونو په وتلو ټينګار وكړم تر څو دوى له افغانستان څخه ووځي خو په داسې شرايطو كې چې د هغوى د وتلو په صورت كې مونږ داسې امنيتي ځواكونه ولرو چې د هغوى ځاى ناستي شي او دغه بهير به په يو ټاكلي وخت كې ترسره كړو .

دويچه ويلي : څرنګه چې پوهيږئ افغانستان له يو اقتصادي بحران سره مخامخ دى تاسې د دغه بحران د مخنيوي په هكله څه پروګرامونه لرئ په ځانګړي توګه د كرهڼې ، صنعت او سوداګرۍ په برخو كې ؟

توفيقي : له هغې تجربې څخه چې زما سره موجوده ده كله چې زه د سردار داوود خان همكار وم مونږ داسې فكر كاوه چې د اووه كلن پلان څخه وروسته به مونږ كارګر ونلرو او بايد كارګر له نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راوغواړو ځكه مونږ داسې پروژې تر لاس لاندې نيولي ؤ چې د هغو په پلي كيدو سره ټول بيكار وګړي په كارونو ګمارل كيدل . زه كه ولسمشر شوم هم هغه اقتصادي پروګرامونه به پلي كړم او اوس د هغو پروګرامونو پلي كول زمونږ د ټولنې تر ټول ستره اړتيا ده . په اوسني اقتصادي سيستم كې زمونږ ټولې فابريكې له كاره لويدلي په هغو كې مرغيو ځاله كړيده زه به صنعت په پښو ودروم ، كرهڼه به ميكانيزه كړم او د سوداګرئ په برخه كې به هم له خپلو زړو او نويو تجربو څخه به كار واخلم چې په تر سره كيدو سره به يې د افغانستان اقتصادي حالت په بشپړه توګه بدلون ومومي .

دويچه ويلي : تاسې د افغانستان د دولت له مخالفينو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه دريځ لرئ ؟

توفيقي : امكان لري چې مونږ دوى ته په حكومت كې په هغو څانګو كې چې دوى په هغه كې پوه دي ونډه وركړولكه په ديني څانګه كې او د دوى لپاره به هيڅ كومه ستونزه نه وي په هره برخه كې چې دوى غواړي تانګه ونه وكړي مدرسې جوړې كړي او نور اقتصادي او ټولنيزې هڅې وكړي دوى ته به هر ډول شرايط چمتو كړاى شي تر څو وكولاى شي په هغو څانګوكې چې دوى يې غواړي او د پرمخ وړلو توان يې لري دندې وسپارل شي . ځينې تخصصي څانګې دي چې طالبان يې د پرمخ وړلو توان نلري لكه د صنايعو په برخه كې داسې ځانګړي څانګې به متخصصينو ته وسپارل شي . طالبانو په حكومت كې زه د آلمان په هيواد كې اوسيدم دوى زه يې د يو متخصص په توګه كابل ته وغوښتم او ما د دوى په اداره كې كار كاوه ، نو ځكه له طالبانو سره زه نه يواځې داچې كومه ستونزه نلرم بلكې دوى زما څخه ملاتړ هم كوي نو زما د برياليتوب په صورت كې به افغاني طالبان له جګړوڅخه لاس واخلي .

دويچه ويلي : ستاسې بهرنى سياست به په كومو بنسټونو ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

توفيقي : لكه چې افغانستان پخوا يو ناپيلېى هيواد ؤ هم هغسې به ناپيلى اووسو هغه هيواد چې له مونږ سره دوست ؤ دوستي مو كوله اوهغه هيواد چې زموږ سره يې غرض ندرلود مونږ به هم له هغه سره غرض ندرلود . ناپېيلتوب په دې ډول كيداى شي چې مونږ ځان له يوې تلې څخه وباسو او ناپېيلتوب اعلان كړو . اوس مونږ ناپېيلي نه يو ځكه مونږ لويډيزوالو ته پايګاوې وركړي مونږ د لويډيز په لور تللي يو د لويډيز په تله كې لويدلي يو ، نو دا اړينه ده چې د افغانستان د ثبات لپاره خپل د ناپېيلتوب سياست ژوندى كړو . كله چې په رښتوني توګه افغانستان يو ناپېيلى هيواد شو په هغه وخت كې به د ټولې نړۍ هيوادونه پر مونږ باندې باور او اعتماد وكړي .

دويچه ويلي : څرنګه چې پوهيږئ د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه ستونزمنه موضوع ده تاسې د دغې ستونزې د حل كولو په موخه څه فكر كوئ ؟

توفيقي : دا داسې يوه سيمه ده چې پراختيايې نده كړې دغه سيمه نه د افغانستان په درد خوري نه د پاكستان په درد . زما طرحه دا ده چې پاكستان او افغانستان دواړه هيوادونه د دغې سيمې د پراختيا په برخه كې كار وكړي . تاسې وګورئ چې د ډيورند له كرښې څخه تر اټكه پورې يوه لويه فابريكه نده جوړه شوې په همدې ډول د افغانستان په سرحدي سيموكې هم ورته يو حالت روان دى . لمړى اړتيا دا ده چې د ډيورند شاوخوا سيمو كې اقتصادي ستر پرورګرامونه پلي شي تر څو په هغو سيمو كې خلك له اقتصادي اوټولنيزو ودو څخه برخمن شي او وروسته بيا د ډيورند د كرښې ها خوا خلكوته واك وركړ شي چې له پاكستان سره خوشاله دي يا له افغانستان سره او يا كه له دواړو سره .

دويچه ويلي : ښاغلى توفيقي تاسې په افغانستان كې د بيان د آزادۍ د پرمختګونو په هكله څه نظر لرئ ؟

توفيقي : زما له نظره په افغانستان كې د بيان آزادي هيڅ كومه ستونزه يې نده رامنځ ته كړي اونه به يې رامنځ ته كړي البته ځينې موضوعات شته لكه ديني موضوعات چې څوك نشي كولاى د هغه په هكله د بيان آزادي ولري . مونږ يولارښود لرو چې هغه قرانكريم دى چې په هغه كې زمونږ لپاره د دين په برخه كې واضح كړى . نور په سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو برخوكې هرڅوك كولاى شي يو نظر ولري د بيلګې په توګه زه وايم چې بهرني ځواكونه له افغانستان څخه ووځي او بل كس بل نظر لري هر څوك كولاى شي خپل نظروړاندې كړي په دې باندې هيڅ بنديز نشته . د رسنيو په برخه كې بايد ووايم چې رسنئ په افغانستان كې ډيرې دي خو ګټه اخيستونكي يې لږ دي يواځې د برښنا د نشتوالي له كبله لس سلنه خلك راډيو ا وټلويزيون ته لاسرسى نلري . مونږ بايد د خلكو لپاره رسنيو ته د لاسرسي شونتياوې برابرې كړو .

دويچه ويلي : تاسې د ښځو او نارينه و د برابر اومساوي حقونوپه هكله څه نظر لرئ ؟

محمد هاشم توفيقي : ښځه او نارينه د كار په برخه كې مساوي حقونه لري لكه څنګه چې په قرانكريم كې ويل شوي چې شپه او ورځ مې پيدا كړي تر څو د ورځې كار وكړئ او خپله نفقه پيدا كړئ او د شپې استراحت وكړئ ، په هغه كې ويل شوي ندي چې ښځه كار ونكړې د قران په كوم ځاى كې ويل شوي چې نارينه دې كار وكړي او ښځه دې كار ونكړي . نن د افغانستان تر شپيته سلنه د بشري قواوو وړتيا ښځينه جوړوي كه چيرې ښځو ته د كار كولو فرصت ورنكړل شي پخپله ټولنه له حركت څخه لويږي . صرف د ښځو د كار كولو برخې او څانګې له نارينه و سره يو څه توپير لري او هغه دا چې په ځينو برخو كې كار كول د ښځو لپاره ګران او ناشونى تماميږي لكه د اوسپنې د ويلې كولو په فابريكو كې . مونږ ښځو او نارينه وته په يوه نظر ګورو او د هغوى فعاليتونه د ټولنې په سياسي ، ټولنيز، اقتصادي اوفرهنګې برخو كې پياوړي كوو.

دويچه ويلي : د وروستئ پوښتنې په توګه تاسې د چاپيريال ساتنې په برخه كې به څه پروګرامونه پلي كړئ ؟

توفيقي : په دې برخه كې كوم اساسي كار ندى شوى په دې هكله ځينې قوانين جوړ شوي خو عملي كار هيڅ ندى شوي . د كابل ښار د چاپيريال په برخه كې يوه لويه ستونزه لري اوهغه د كاناليزاسيون نشتوالى دى كه چيرې دغه لويه ستونزه حل نشي په هيڅ ډول نشو كولاى يو خوندي چاپيريال ولرو . مونږ به لمړى له دولتي ارګانونو څخه پيل كړ چې دولتي ارګانونه خپل كثافات كومو ځايوته ليږدوي چې تر اوسه دا كار په خوندې توګه نه تر سره كيږي . د دولتي ارګانونو، سوداګريزو سيمو او كورنيو د كثافاتو د ليږد په اړوند يو منظم سيستم جوړ كړو او له هغې نه وروسته به د كابل ښارد كاناليزاسيون ستونزه حل كړو .

انور برى پال/ کابل

کتونکی. زيارمل

DW.COM