1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

وردک: د سړک د غاړې ماین لس محلي پولیس ووژل

افغان چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه لس افغان محلي پولیس وژل شوي دي. دا پېښه د وردک ولایت په چاک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي هم پېښه منلې ده. طالبان د دې پېښې بړه پر غاړه اخیستې ده.