1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

والي: په غزني کي ښوونځي نه دي تړل شوي

د غزني والي له دویچه ویله پښتو ويبپاڼي سره په یوه ځانگړې مرکه کي وویل چي په دې ولایت کي په هغه اندازه چي رسنیو ئې رپوټ ورکړی دئ ښوونځي نه دي تړل شوي او یوازي په دوو ولسوالیو کي ځیني کواښونه سته.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده، له دویچه ویله سره په ځانگړې مرکه کي وویل چي د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کي ښوونځي فعاله دي او یوازي په دوو ولسوالیو کي ځیني کواښونه موجود دي.

د والي په خبره په هغو سیمو کي چي د دولت مخالفانو ښوونځي تړلي ول سیمه ییز مشران د هغوی پر وړاندي ودریدل او د هغوی مخه ئې ونیوله.

د غزني والي وویل چي دولت د غزني ولایت په «اندړ» او «ده یک» ولسوالیو کي د بې اسناده موټرسایکلونو چلول بند کړي ول چي یو شمیر کسانو له همدې وجي ښوونځیو ته ستونزي رامنځ ته کړې. خو د والي په خبره اوس دا ستونزه له منځه تللې ده.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ادارې «یوناما» د شنبې په ورځ وویل چي په افغانستان کي پر ښوونځیو، زده کوونکو او د ښووني او روزني وزارت پر چارواکو باندي بریدونو هغوی اندیښمن کړي دي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ادارې یوناما، د یوې اعلامیې په ترڅ کي ویلي دي چي د وروستیو بریدونو له کبله د افغان ماشومانو د زده کړي حق د «دولت ضد ځواکونو» د بریدونو په پایله کي له کواښ سره مخامخ شوی دئ.

په بیانیه کي راغلي دي چي ملگري ملتونه په افغانستان کي د طالبانو او د هغوی د ملگرو له خوا د افغان زده کوونکو د ښووني او روزني د ادارې د چارواکو پر وړاندي د سخت تاوتریخوالي شاهدان ول.

یوناما پخپله اعلامیه کي ویلي دي: «دا ډیره مهمه خبره ده چي په جگړه کي ښکیل ټول اړخونه د ملکي تأسیساتو په توگه د ښوونځیو درناوی وکړي او د ماشومانو او په خاصه توگه د نجونو د زده کړو له حق څخه ساتنه وکړي.»

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت ویلي دي چي په وروستیو کي په ټول افغانستان کي شاوخوا ۵۰۰ ښوونځي تړل شوي دي. له دې ډلي څخه ډیری ښوونځي په هغو ولایتونو کي دي چي طالبان پکښي ډیر نفوذ لري.

مسعود جهش/ دویچه ویله/ اژانسونه
کتونکی: سید ریاض