1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

واشنګتن له طالبانو سره په خبرو اترو کي ګډون نه لري

متحده ايالات باور لري چي د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په هکله رپوټونو کي څه افراط شوی دی. دا خبره د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک پرون وکړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک

متحده ايالات باور لري چي د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په هکله رپوټونو کي څه افراط شوی دی. دا خبره د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک پرون په برلين وکړه.

د هولبروک دغه تبصره وروسته له هغی عنوان شوه چي ولسمشر حامد کرزي له يو امريکايي تلويزوني شبکي سره په يوه مرکه کي د خپل حکومت او د طالبانو ترمنځ پر«غير رسمي» تماسونواعتراف وکړ.

هولبروک وويل چي کرزي څرګنده کړه چي د هغه حکومت له يو شمير طالبانو سره دوامداره اړيکي درلودلي. د متحده ايالاتو نوموړي استازي پرون د آلمان په پلازمينه برلين کي خبريالانو ته وويل: « دا رپوټونه د واقعيت له حد څخه يی ډير وړاندي پښه ايښی ده. دا د دي مياشتي په زړه پوري موضوع ده چي مطبوعات پري ليکني وکړي.»

واشنګتن پست تيره اوني رپوټ ورکړ چي د طالبانو استازو چي په لیدنو کتنو کي یی برخه اخيستي ده، د دي صلاحيت درلود چي د« کوټي شورا» په استازيتوب خبري وکړي. دا هغه يوه شورا ده چي ويل کيږي د پاکستان په کوټه کي مقر لري او مشري يي د ملا محمد عمر په غاړه ده.

د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي چارواکي په واشنګتن کي دا خبره تصديق کړه چي په دي وروستيو څو مياشتو کي د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ يو لړ«جدي تماسونه» شوي دي.

متحده ايالات د روغي جوړي له هغو هڅو څخه ملاتړ کوي چي د افغانستان 9 کلني جګړه چي د 150 زره بهرنيو ځواکونو د شته والي سره سره ورځ په ورځ بدورګي کيږي، پاي ته ورسوي.

جمهور رييس بارک اوباما د نومبر په مياشت کي د کانګرس له ټاکنو سره مخامخ دی او د هغه ناتو متحدين په خپلو هيوادونو کي تر فشار لاندي دي ترڅو د افغانستان جګړي ته خاتمه ورکړي او خپل سرتيري بيرته راوغواړي. تر اوسه پوري په دغی جګړی کي څه د پاسه 2000 بهرنيو سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړي دی.

د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، هولبروک وويل چي واشنګتن له طالبانو سره د روغي جوړي په خبرواترو کي ګډون نه لري، خو له هغو څخه تر هغي کچي ملاتړ کوي چي «هغوي» يعني طالبان د افغانستان نوي سياسي سيستم ومني، له القاعدي سره اړيکي وشلوي، خپلي وسلي په ځمکه کيږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني، خصوصا د ښځو لپاره خوندي شوو حقونو ته درناوي ولري.

هغه وويل: « که چيري دغه کسان دا کار وکړي نو د هغوي پر مخ غيږ پرانيستي ده.»

رويتر/عبدالباري حکيم

کتونکي:نسيم صابر