1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

هندوستان يوازي د کاغذ پر مخ دموکراسي لري

په هندوستان کښي د هر انسان دپاره د مذهب آزادي او حقوقي ضمانت وجود نلري . په دغه خبره باندي د مسيحي دموکراټ دګوندڅخه اُُوټه ګرانولډ او ددې د سفر ملګری د آزادو دموکراټانو د ګوندڅخه پاسکال کوبر متيقينه دي

default

ګرانولډ وايي چه په هندوستان کښي خاصتأ مذهبي اقليتونه ، لکه عيسويان او مسلمانان د تندلارو هندونشنلسټانو د حملو څخه په امان ندي . دی وايي ،

«په هندونشنلسټانو کښي داسي انکشاف موجوددی ، چه د هندوستان څخه داسي يو دولت جوړ کي ، چه بيله هندواڼو څخه نور مذهبونه ونلري . طبعأ دا د اساسي قانون خلاف عمل دي . زه به ووايم چه هندوستان يوازي د کاغذ پر مخ دموکراسي لري ، ځکه چه هلته د دموکراسۍ يو مهم خصوصيت کمبود دي ، چه هغه د قانون او عدالت پر اساس يو دولت دی . »

Indien Zyklon Sidr

د اقليتو پرضد تشدد ډيره سابقه لري . يوازي په 2002 کال کښي د مذهب پر بنأ سازمان سوو پروګرامو د لاري تر 2000 اضافه مسلمانان ووژل سول . په 2008 کال کښي بيا د اوريزا په ايالت کښي عيسويان د هندي افراطيانو تر قهر او غضب لاندي راغلل . دوی پر عيسويانو او مسلمانانو باندي تور ولګوۍ ، چي په زور سره خلګ خپلو مذهبو ته اړوي ، چه پر دې باندي طبعأ اقتصادي قصدونه او اجتماعي پرابلمونه هم وراضافه کيږي .

د اوريزا او ګجرات څخه په زرهاوو خلګ مجبوره وه ، وتښتي ، د هغوی ټوله کلي وروسوځل سول ، ډيری يې ووژل سول او جنسي تيری پر وسو .

ددغو اعمالو مجرمين تر نن ورځي پوري ندي رسوأ سوي ، او قربانيان يې ددوامداره فشارڅخه شکايت کوي ، او ورسره هيڅ نوع کومک ندی سوی .

دا خبره کوبر د هندوستان تر سفر وروسته کوي ، او اضافه کوي

«زموږ د معيارو پر اساس ددغودواړو واقعو سره تر اوسه پوري پوره قانوني برخورد ندی سوی . زموږ د سفر يو برياليتوب دا ؤ چه د اوريزا د ايالت صدراعظم اعلان وکی ، چي دی به دغه تورونه وڅيړي ، او تحقيقات به شروع کي .»

ددغو دواړو الماني سياستمدارانو سره د عيسوي مرستندويه ټولني ميسيو په نمايندګۍ اوتمار اورينګ هم ملګری ؤ . دی ډاډه دی چه د هندو نشنلسټانو سره د هندوستان د حکومت او سياستمدارانو ملاتړ موجود دی . دی وايي ،

« د هندوستان د اپوسيسون ډيرلوی ګوند BJP عملأ ددغه هندونشنلسټانو ايډيالوژيکي وزر دی ، چه نازي سوسياليزم او فاشيزم ته رسيږي . دا بايد دلته په اروپا او لويديز کښي نوره معلومه وي ، چي سړی نه يوازي په هندوستان کښي د يوه داسي دولت څخه خبري وکي ، چه هغه ددموکراسۍ او اقتصادي ودي کوښښ کوي ، بلکه د بلي خوا دغه ډول د بشر د حقوقو پرابلمونه هم لري . »

ګرانولډ او کوبر غواړي چه د هندوستان موضوع اوس د جرمني دپارلمان د بشر د حقوقو په کميټه کښي ورداخله کي . دوی غواړي چه د جرمني حکومت بايد په دغه موضوع کښي پر هندوستان باندي فشار زيات کي .

ګرانولډ وايي ،

«زموږ خارجي سياست پر مشخصو ارزښتونو باندي ولاړ دی . دا په دې معنی چه ښه حکومت داري او د بشر د حقوقو مراعتول زموږ دپاره د ګډ کار لمړني شرايط دي . او که هندوستان غواړي په جهاني سياست کښي يو رول ولري ، نو بيا بايد د هغه مطابق عمل وکي ، د ښه حکومت دارۍ او د بشر د حقوقو پرنسپونه مراعت کي . »

ګرانولډوايي چي هلته چي تندلارو هندواڼو ته د يو جانبه قضأ او عدالت تضمين موجود وي ، نو هندوستان داسي يو سياست پر مخ بيايي ، چه د مختلفو قومونو تر منځ يو خط کشوي ، او جدايي راولي . دوی په دې متيقينه دي ، چي په هندوستان کښي به ټوله مذهبونه په سوله کښي ګډ ژوند سره وکي ، په دې شرط چي که دوی پريښول سي .

ياکيش/

کتونکي : محمد قاسم نوري