1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

هندوستان د کابل موزیم د یوه اثر په اړه څېړني کوي

یوه هندي چارواکي ویلي دي، چي په پلان کي ده دوه تنه لرغون پېژندونکي کابل ته ولاړ شي او د هغه لوی جام په اړه څېړنې وکړي چې ویل کيږي په بودا پوري اړه لري. یو شمیر هندیان ادعا کوي چې دغه جام په هندوستان پوري اړه لري.

دغه لوی جام چي نزدې۴۰۰ کیلو ګرامه وزن لري اوس د کابل په ملي موزیم کې نندارې ته ایښوول شوی دی. یو شمېر هندي لرغون پېژندونکي وايي چې دغه تاریخي اثر د بودا د «اعانې جام» وو او د بودایي دین یو ډیر مهم اثر دی.

دغه دوه لرغون پېژندونکي به په کابل کې د بودا د اعانې جام وڅېړي. تر دې مخکي د هندوستان ملي پارلمان د دغه اثر په اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه. د هندوستان د لرغونو اثارو د سروې مرکز ( Archaeological Survey of India) باور لري چې دغه جام په اصل کې په هندوستان پوري اړه لري.

د هندوستان د لرغونو اثارو د سروې مرکز مشر بې ار ماني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ به کابل ته دوه تنه لرغون پیژندونکي واستوو چې دغه جام وڅېړي. موږ ډیر غواړو چې دغه جام بیرته هندوستان ته راستون شي.» ماني زیاته کړې ده: «دغه کارپوهان به دا خبره وڅېړي چې آیا د دغه جام مواد د افغانستان له کوم ښار څخه اخیستل شوي او که نه. که د هغه مواد د افغانستان نه وي، نو په دې سره به زموږ هغه ادعا چې دا اثر په هندوستان پوري اړه لري قوي شي.»

د هندوستان د لرغونو اثارو د سروې مرکز ادعا کوي چې بودا دغه جام د هندوستان په بیهار ایالت کې د ویشالي سیمي اوسېدونکو ته په تحفه کي ورکړی وو. هغوی وايي چې یوه پاچا چې هغه وخت یې د هندوستان په شمالي سیمو کې حکومت کاوه دغه جام يې اوسني پاکستان او بیا کندهار ته انتقال کړی وو.

د هندي لرغون پیژندونکو په خبره د بودا د اعانه په ۱۹۸۰ کلونو کې له کندهار څخه کابل ته انتقال شوی وو. ماني ویلي دي: «په بودایي صومعو کې دغه شان لویې کاسې په دروازو کې ایښوول کېدلې چې د خلکو بخشيشۍ پکښې راټولي شي. دغه جام هم کیدای شي چې د یوه ورته هدف له پاره کارول شوی وي.»

د دغه لوی جام جوړښت ښيي چې هغه د بودا په دوره پوري اړه لري. خو ماني، وایي چې بیا وروسته پر دغه جام باندې د قران کریم سورې لیکل شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بودا دوې لویې مجسمې ویجاړي شوې. طالبانو دغه مجسمې د اسلام خلاف بللې او له همدې کبله یې هغه په بمونو والوزولې.

ماني وویل چې که هندي لرغون پېژندونکي دا خبره په اثبات ورسوي چې دغه جام د هندوستان په ویشالي سیمې پوري اړه لري، نو هغه هیله لري چې د هندوستان حکومت له افغانستان سره د دې تاریخي اثر په اړه رسمي خبري اتري پیل کړي.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې هندي لرغون پېژندونکي به کله افغانستان ته سفر وکړي. ماني ویلي دي، دا چې افغانستان به له دې سره موافقه وکړي چې دغه اثر بیرته هندوستان ته وسپاري او که نه، وخت به يې وښيي.