1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

هندوستان او چین له سره گډ پوځي تمرینونه پیلوي

هندوستان به له چین سره د څلورو کلونو تر ځنډ وروسته یو ځل بیا گډ پوځي تمرینونه پیل کړي. دغه خبره د هندوستان د دفاع وزیر د خپل چینایي سیال سره په نوي ډهلي کې تر لیدو وروسته کړې ده. د هندوستان د دفاع وزیر A.K انتوني ویلي دي چې مونږ تصمیم نیولای دئ پوځي تمرینونه بیرته له سره پیل کړو. د چین د دفاع وزیر هندوستان ته د څلورو ورځو په رسمي سفر تللی دئ.