1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

هندواڼ او سيکا: افغان حکومت مو هيڅ ستونزي نه اوري

په اومه پېړۍ کي افغانستان ته د اسلام تر راتگ د مخه لا هلته هندواڼو ژوند کاوه.

اوتار سينگ: طالبانو موږ ته غذاب نه راکاوه او زموږ دين ته يې احترام کوئ

اوتار سينگ: طالبانو موږ ته غذاب نه راکاوه او زموږ دين ته يې احترام کوئ

تر ډېره وخته پوري هندواڼو او سيکانو د افغانستان په اقتصاد کي لوی لاس درلودی او دوئ د ښو تجارانو او بډايو په توگه پېژندل کېدل. خو اوس د افغانستان دغه لږکي د سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان په پارلمان کي د غېرمسلمانانو استازی اوتار سينگ وايي چي، د افغانستان هندواڼ او سيکان نه مځکي لري او نه واک او نه هم د سرپټی ځای.

اوه څلوېښت کلن اوتار سينگ وايي حکومت د دوئ ستونزو ته غوږ نه نيسي او دا چي دوئ ته يوازي يوه لاره پاته ده چي هغه صبر دی.

په افغانستان کي د ډاکټر نجيب الله د حکومت د پای ته رسېدو او پخوانيوتنظيمونو پر واک راتلو وروسته د افغانستان د هنداڼو او سيکانو وضع ډېره کړکېچنه سوه.

کله چي د نويمي لسيزي په لومړي کلونو کي په افغانستان کي د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنگ او په کابل سختي جگړې پېل سوې نو د کابل د نورو اوسېدونکو په څېر و هندواڼو او سيکانو ته هم سخت مالي او ځاني تاوانونه ور واوښتل.

خو دا چي هندواڼ او سيکان د افغانستان يوه ديني لږکي وه نو ښايي د دوئ ستونزي د نورو افغانانو په پرتله لا ډيري وې.

که د يوې خوا د وسله والو ډلو لخوا د دوئ جايدادونه په زور ونيول سول، دوئ وگواښل سول، ووهل سول او يا هم حتي برمته او يا يې پر ناموس تېری وسو نو د بلي خوا د دوئ ديني ودانيو او سيمبولونه ته هم سپکاوی وسو.

د بيلگي په توگه کله چي په هندکي يوه جماعت ته سخت دريځو هندوانو تاوان ورسوی نو په افغانستان کي بعضو خلکو د غچ په توگه د افغانوهندواڼو و مذهبي ودانيو او د هغوئ و ديني کتابونو ته سپکاوی وکړی.

د نجيب الله د حکومت د ړنگېدو څخه تر مخه په افغانستان کي څه باندي دوه لکه هندواڼ او سيکان اوسېدل چي، اوس دغه شمېر څو زرو ته راټيټ سوی دی.

پداسي حال کي چي د افغانستان هندواڼو او سيکانو خپله وسله واله ډله نه درلوده نو يې په کورنۍ جگړه کي هم برخه نده اخيستې خو په دغه کورنۍ جگړه کي ورته سخت زيانونه اوښتي دي.

گڼ شمېر افغان هندواڼو او سيکانو اوس د هندوستان هيواد ته پناه وړې ده چي هلته هم هغوئ د نورو بهرنيانو په توگه و وېزې ته اړتيا لري.

عجبه خبره دا ده چي د کورنۍ جگړې د نورو وختونو په پرتله د طالبانو په حکومت کي د هندواڼو او سيکانو وضعه نسبتاً بهتره وه.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغو لږکيو په ژوند کي ښه والی رامنځ ته سو او د افغانستان څخه د هندواڼو او سيکانو په تېښته کي کمښت راغلی.

د طالبانو په واکمنۍ کي حتی بعضي هندي هډه افغان کډوالو بيرته افغانستان ته راتگ پېل کړی.

د افغانستان د پارلمان غړی اوتار سينگ وايي:« طالبانو موږ ته عذاب نه راکاوه او زموږ د دين احترام يې کوی. که به موږ يوه ستونزه درلوده نو به يې پوره کوښښ کوئ چي هغه ستونزه په يوه ورځ کي راحل کړي. »

کله چي طالبانو د خپلي واکمنۍ پر وخت فرمان صادر کړی چي هندوان بايد ژړې رښکۍ وتړي نو دغه کار په لوېديځ کي سخت غبرگونونه راوپارول.

طالبانو غوښتل چي ددغه فرمان د لاري ږيرخريلي هندواڼ د ديني پوليسو امر بالمعروف او نهيي من لمنکر د پوښتنو گروېږونو څخه وژغوري.

طالبانو غوښتل چي ټوله مسلمان افغانان ږيري پرېږدي. پداسي حال کي چي سيکان همېشه ږيره پريږدي نو دوئ د ديني پوليسو سره ستونزه نه درلودله.

د افغانستان نوی حکومت د کاغذ پر مخ و لږکيو ته زيات حقوق ورکړي خو له بده مرغه دغه تر اوسه عملي بڼه نه لري.

د زياتو هندواڼو او سيکانو پر جايدادونو اوس خيټي اچول سوي دي او هغوئ د خپل کور، جائيداد او دُکانونو څخه بې برخي سوي دي.

په افغانستان کي د عدلي نظام د کمزورۍ له وجي تر اوسه پوري د هندواڼو د جائيدادونو د حقونو زياتره قضيې ناحل پاته دي.

اوتار سينگ چي د امن په وختونو کي د کابل يو نامتو سوداگر ؤ او ښه پيسې يې درلودلې وايي:« زما کورنۍ تر اوسه پوري په هندوستان کي ده ولي چي ما په افغانستان کي خپل کور او جائيداد د لاسه ورکړی دی. موږ داسي احساس کوؤ چي اوسنی حکومت زموږ په ستونزو سترگي پټوي.»

گرچه د افغانستان نور وگړي هم په اوسني وخت کي د ستونزو سره لاس او گريوان دي خو افغاني هندوان وايي چي هغوی خپل مشران لري چي د حقونو څخه د دفاع هڅه يې کوي او داچي پر افغان هندوانو او سيکانو د پوښتنې څوک نسته.

هغه هندوان چي د جلا وطنۍ څخه وروسته بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي په نسبتا آرامه ښارونو کابل او جلال اباد کي اوسيږي چيري چي د هندوانو د ماشومانو لپاره ځانگړې ښونځی او د دوی لپاره عبادتځايونه هم سته.

حتی د مرگ وروسته لا هم د دوی ستونزې پای ته نه رسيږي. د کابل د ښاره هغه سيمه چيري چي د هندوانو د مړو وروستي مراسم پر ځای کېدل هلته اوس ځايونه اباد کړل سوي دي او د هندوانو د مړو د مراسمو ځای نسته. اوتار سينگ وايي چي دی باور نه کوي چي د افغان هندوانو او سيکانو په حالت کي دي بهتري راسي. دی وايي:

« زه نه وينم چي حالات زموږ لپاره پر بهتره کېدو دي. په هندوستان کي موږ ته ويل کيږي چي تاسو خو افغانان ياست. او په افغانستان کي موږ ته د هندوستانيانو په سترگه کتل کيږي.»

AG/ احمد ولي اڅگزی

کتونکی. زيارمل