1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

هلمند د افغانستان د بې ثباتې بیلګه

په لشکرګاه کې اوس هم سختې جګړې روانې دي. د حکومت ماتې د افغان امنیتي ځواکونو په اړه نوې پوښتنې رامنځ ته کړې دي. ځینې بیځایه شوي کسان خو آن وایي چې د طالبانو تر کنترول سیمو ته ستنیږي.

د هلمند پر مرکز لشکرګاه باندې د طالبانو د نویو بریدونو له کبله تر اوسه پورې په سلګونه کسان وژل شوي او په زرهاو تنه نور بیا د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. جګړې په لشکرګاه کې یو بشري ناورین رامنځ ته کړی دی آن پخپله ښار د طالبانو لاس ته د لویدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د هلمند د روانې جګړې تر ټولو ډیر زیان ځایي اوسیدونکو ته رسیږي. یو له دغو کسانو څخه بسم الله دی، چې په ناد علي ولسوالۍ کې یې پر کور باندې د اوان مرمۍ تر لګیدو وروسته، خپل هر څه له لاسه ورکړل.

د اتو ماشومانو دغه پلار، وویل: «زما کور د جګړې په لومړۍ کرښه کې وو.» بسم الله خپله درې کلنه لور فاطمه، کلکه په غیږ کې نیولې چې پر وړوکې پښې یې پلاستر ایښودل شوی دی. هغه د لشکرګاه په روغتون کی دی او په داسې حال کې له بهر څخه اوس هم د توغندیو غږونه اوریدل کیږي، وایي: «زموږ مالونه ویشتل کیدل، انسانان وژل کیدل. هر څوک د خپل ژوند د خوندي کولو په موخه تښتیدل.»

دغه روغتون ته چې د ایټالیا له خوا چلول کیږي یوازې د دوو اوونیو په موده کې ۲۰۱۶ د جګړې ټپیان راوړل شوي دي. د روغتون همغږې کوونکي ونیسا نیستورویک، د روغتون په کټونو کې د پرتو کسانو د ټپونو په اړه وايي: «مرمۍ، ماین، چره، مرمۍ، امپوتاسیون [د بدن د یوع عضو د قطع کولو جراحي عمل] په څیر دلته ټپیان موجود دي.» هغه زیاتوي: «د بستر شویو کسانو په ډله کې ډیر ماشومان هم شامل دي.»

په وروستیو میاشتو کې د هلمند د جګړې له کبله شاوخوا ۵۰۰۰ بيځایه شوې کورنۍ، لشکرګاه ته راغلې دي. په چادري کې یوه ښځه چې د یوې خیریه موسسې مخې ته د مرستو ترلاسه کولو له پاره راغلې ده، وايي: «زما ماشومانو په دوو میاشتو کې وچه ډوډۍ نه ده خوړلې.»

اوس هم لشکرګاه ته د بیځایه شویو د رسیدو لړۍ روانه ده. د هغوي له ډلې څخه ډیری یې آن د اوسیدو ځای نه لري.

هلمند په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید، قاچاق او تجارت زړه بلل کیږي. پر دې سربیره دغه ولایت له پاکستان او ایران سره هم پوله لري او ډیر وخت یاغیان کولای شي چې د همدې ولایت له لارې پاکستان ته په آزاده توګه تګ راتګ وکړي.

خو دا چې ولې یوازې څو ځله طالب جنګیالي وتوانیدل چې له زرهاو افغان ځواکونو څخه د هلمند ولایت ډیری سیمې ونیسې، د کارپوهانو یوه اصلي پوښتنه ده. د ډیر شمیر کارپوهانو په اند هلمند یوه پوځي ماتې نه، بلکه یوه سیاسي ماتې ده.

ستیفن ګرې، په هلمند ولایت کې د لویدیځ د جګړې په اړه یو کتاب لیکلی دی. هغه وایي: «موږ د هلمند ولایت په قومي جوړښتونو سم پوه نه شو، او له دې کبله مو ډیر وخت له غلطو اړخونو سره جګړه وکړه. موږ ډیر وخت له داسې اړخونو سره یوځای شو چې د هلمند ډیرو اوسیدونکو هغوی ته په بده سترګه کتل.»

په هلمند کې له خیالي سرتیرو نیولې بیا تر اداري فساد، پر طالبانو باندې د مهماتو د پلورلو تورونه او نورې ډیرې ستونزې د دې لامل شوې چې د هلمند ډیرې ولسوالۍ په کمه موده کې د طالبانو لاس ته ولویږي.

په داسې حال کې چې د هلمند ولایت چارواکي ټینګار کوي چې ترینکوټ به د طالبانو لاس ته و نه لویږي، خو د ښار په ډیرو سیمو کې جګړې لا هم روانې دي. هغه کسان چې د هلمند د جګړو له کبله لشکرګاه ته راغلي وو، وايي چې ډیری هغه سیمې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي، خوندي دي. ۴۰ کلن حمیدالله، وایي: «په ناوه کې زما خپلوان راته وايي: دلته راشه، جګړه نه شته، ناامني نه شته، غلاوې ورکې دي او څوک درڅخه رشوت هم نه غواړي.» هغه زیاتوي: «که وضعیت خراب شي، نو زه مې میرمن او ماشومان هلته بیایم.»

DW.COM