1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

هلمند ته امريکايي ځواکونه لېږل سوی

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو وياند ويلي دي چي ۱۰۰ امريکايي عسکر د هلمند په مرکز لښکرگاه ښار کي ځای پر ځای سوي دي چې د رپوټونو له مخې د د طالبانو لاس ته د سقوط له خطر سره مخامخ دی.

بريد جنرال چارلز ويلي دي چي دغه عسکر ئې په لښکرگاه ښار کي د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ او روزني له پاره هلمند ته لېږلي دي.

طالبانو په تيرو څو اونيو کي لښکرگاه ښار ته نژدې ځيني سیمي نيولي يا ئې د نيولو له پاره جگړې پيل کړي او اوس دا ویره پیدا سوې چي پر دغه ښار هم هجوم وروړي.

د هلمند ځايي چارواکو ويلي دي چي د دغه ولايت نژدې ۸۰ سلنه سيمي طالبانو نيولي يا ئې د نيولو له خطر سره مخامخ دي.

هلمند چي په نړۍ کي د ترياکو د کښت او هيروينو د توليد په برخه کي لومړی ځای لري، د وسله والو طالبانو له پاره ډېر ستراتيژيک اهميت لري.

له دغو موادو څخه چي د کاله ۳ ميليارده ډالره محصول ترلاسه کيږي، د وسله والو ياغيانو له پاره ډېر ارښت لري.

DW.COM