هسپانیې آیرلند ته د صفر په مقابل کې په ۴ گولونو ماتې ورکړه | دويچه ويله پښتو | DW | 15.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

هسپانیې آیرلند ته د صفر په مقابل کې په ۴ گولونو ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال د سیالیو په اتلولیو کې د فوټبال اتل هسپانیې وکولای سول خپل لومړنی بری ولمانځي . دهسپانیې ټیم د آیرلند ټیم ته د صفر په مقابل کی په څلورو گولونو ماتې ورکړه او په دې ډول اوس د C په ګروپ کې د جدول په سر کې ځای لري. د آیرلند له پاره دغه ماته د دې باعث سوه چی د دغو اتلولیو څخه ووزي.

تر دې دمخه د ایټالیا ټیم د کروشیا سره لوبه وکړه او د یوه، یوه ګول په کولو سره دغه لوبه مساوي پای ته ورسېده.