1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«هر شلم تن افغان په نشو اخته دئ»

که له یوې خوا ملګري ملتونه په افغانستان کې د دریم پرلپسې کال له پاره د کوکنارو د کروندو د ډیریدو رپوټ ورکوي، له بلي خوا په دغه هيواد کي په نشه يي موادو د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلي مخ پر ډيرېدو دئ.

** EMBARGOED UNTIL 1400 GMT, MONDAY, AUG. 27, 2007, FOR STORY SLUGGED AFGHAN OPIUM EXPLOSION BY FISNIK ABRASHI ** An Afghan drug addict smokes heroin in the city of Ghazni province west of Kabul, Afghanistan on Monday, Aug. 27, 2007. Afghan opium poppy cultivation exploded to a new record high this year, with the multibillion dollar trade now fueled by Taliban militants and corrupt officials in President Hamid Karzai's government, a U.N. report said Monday. (AP Photo/Musadeq Sadeq)

Opiumabhängiger in Kabul Afghanistan

له جرمونو اومخدره توکو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) وایي په افغانستان کي د مخدره موادو د کارونکو شمیر په ډراماتیک ډول لوړیږي.

د (یو ان او ډې سي) د راپور له مخي که د افغانستان د وګړو شمیر ۲۲ ميلیونه وي نو په هرو شلو تنو کې یو یې د مخدره موادو په استعمال اخته دی.

د دغې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مسئول انتونیو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نشه يي مواد ته په ټوله اسیا او په ځانګړې ډول افغانستان کې مخ پر ډېريدونکې تقاضا د دې عامل شوې چې د کوکنارو کرکیله هم لوړه شي:

«د نړۍ په دغه برخه کې په خاصه توګه په افغانستان کې د مخدره موادو د کارونکو شمیره په بي ساري توګه مخ پر لوړیدو.»

افغان دولت هم په نشه يي موادو د اخته کسانو شمیر سخت اندیښمن کړی دی. ځکه په دغه هيواد کي د دغو کسانو د درملني له پاره روغتيايي مرکزونه ډير لږ او په ځينو ولايتونو کي خو حتي شته نه.

د کابل په زړه کې د څانګې آماج په نامه د نشه يانو د درملني مرکز چي نزدې ۵۰ ته پکښې د تداوۍ له پاره بستر دي پوره درمل نه لري.

په افغانستان کي د کوکنارو کروندې

په افغانستان کي د کوکنارو کروندې

د دغه روغتيايی مرکز يو ډاکټر مصدق ویاړ وایي، چي دوی ته د نړیوالي ټولني او حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې ده چې دوی و نه توانیږي خپل اهداف چې هغه د ډیر شمیر کسانو درملنه ده ترلاسه کړي:

«دلته کافي وسایل نه شته، کافي درمل نه شته، دلته د درملو په نامه په ميلیونو ډالر مرستي شوي دي خو اولس له ستونزو سره مخامخ دی، ناروغان درمل له دباندي څخه اخلي، ډیر یې د دې کار وس نه لري.»

په ورته وخت کې د مخدره توکو د کرکیلي اندازه هم سږ کال ډیره ښوول شوې ده. د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په يوه خپاره شوي راپور کي راغلي دي چې د طالبانو تر نفوذ لاندي سیمو کې د مخدره توکو کرکیله ډیره شوې ده او سږ کال به بیا د هیروینو تولیدات لوړ حد ته ورسيږي.

ډیری بزګران وايي له دوي سره د حکومت او نړیوالي ټولني د ژمنو د نه عملي کیدو له امله یې بیا په خپلو ځمکو د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده.

د ننګرهار ولايت د شینوارو ولسوالۍ یو تن بزګر له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «زه مثال لس کڅوڼي کود ته اړتیا لرم هغوی یوازي دوې یا درې کڅوڼي راکوي هغه موږ ته کافي نه ده، زموږ سره د سړک د جوړیدو ژمنه شوې وه چې عملي نه شوه».

د ملګرو ملتونو د دوشنبې د ورځي رپوټ د افغانستان جنوبي ولایتونه، چې په ځينو سيمو کي ئې طالبان فعال دي د کوکنارو د کروندو اصلي مرکزونه بولي.

افغانستان د نړۍ په کچه د کوکنارو د کښت تر ټولو ستر هیواد بلل کیږي. د ملګرو ملتو د نوي رپوټ پر بنسټ په دغه هيواد کي تیر کال د نړۍ په کچه ۷۵ سلنه تریاک توليد شوي ول او سږ کال یي پراخو کرل شوو مځکو ته په کتو سره ۹۰ سلني ته د دغي کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې ده.