1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

هر آلمانی په خپل ژوند کي ۱۰۹۴ حيوانات خوري

يوه نوې څېړنه ښيي چې هر آلمانی په کال کې ۹۰ کيلوګرامه غوښي خوري چې د پرمختلونکو او يا د صنعتي کېدو په درشل کې هېوادونو د اوسېدونکو په پرتله دوه برابره زياتي دي. خو دا کار خورا ناوړي پايلې هم لري.

د يکشنبې د ورځې وريتي غوښي يا کباب پخوا په آلمان کې يوه مشهوره اصطلاح وه، ځکه چې په اوونۍ کې به يوازي يو وار غوښي خوړل کېدې. خو اوس په آلمان کې ۸۵ سلنه کورنۍ تقريباً هره ورځ څو واري غوښي خوري. سهار د ساسچو ډوډۍ، د غرمې له خوا د «شنيڅل» په نوم په اوړو پوښل شوې د غوښې يوه ټوټه او د ماښام له خوا په مالګينو اوبو کې پاخه شوي ساسچونه هم خوړل کيږي.

تر ټولو زياتي غوښي بيا د ۱۹ او ۲۴ کلنو تر منځ نارينو او د ۲۵ او ۳۴ کلنو تر منځ ښځې خوري. خو آلمانان په اروپا کې يوازي نه دي او نور اروپايان هم ډېري زياتي غوښه خوري.

په اروپايي ټولنه کې هر سړی هر کال په اوسط ډول تقريباً ۹۳ کليوګرامه غوښي خوري.۲۰ سلنه غوښي بيا چټليو او کثافاتو ته لويږي، چې دغه کار په قصابيو، د ترانسپورت او خرڅلاو پر مهال يا په کورو کې تر سره کيږي.

د فيلمرغانو فارم

د فيلمرغانو فارم

دغه خبره د غوښو په اطلس کې راغلې ده چې د چاپېريال ساتني د «بې او ان دي» نومي ټولني او «له موند ديپلوماتيک» ورځپاڼي له خوا جوړ شوی دی. د ارقامو د دغې ټولګي له مخي چې د نبات خوړونکو انسانانو د ټولني له خوا يې نقل قول شوی دی، هر آلمانی په خپل ژوند کې۱۰۹۴ حيوانات يا ژوی خوري. په هغو کې ۹۴۵ چرګان، ۴۶ فيلمرغان، ۴۶ سرکوزي، ۳۷ هيلۍ او ۱۲ قازه راځي.

سربېره پر دې هر آلمانی ۴ غوايي او ۴ پسونه هم خوري. د نبات خوړونکو د ټولني په خبره دغه ارقام د هر سړي په سر د مصرف او د حلالېدو پر مهال د حيواناتو د وزن د احصائيوي ارقامو له مخې محاسبه شوي دي.

غوښه بايد ارزانه وي

د چاپېريال ساتني د ټولنې مشره، باربره اونمويسيګ، وايي چې د «غوښو اطلس» د دې له پاره جوړ شوی دی، چې خلک د دغې موضوع په اړه غور وکړي. زياته يې کړه چې «موږ د درېمې نړۍ د خلکو په تاوان دومره ډېر خوراک کوو.» د نړۍ په غريبو هېوادونو کې انسانان حتی د سړي پر سر۱۰ کليوګرامه غوښي هم نه شي خوړلای، خو هغوی په صنعتي هېوادونو کې د حيواناتو له پاره د خوراکي موادو د توليد له کبله کړيږي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه آلمانان چې لويو مغازو ته ځي او هلته په پلاستيکي لوښو کې راغلي کوفتې، د چرک سينې او يا ساسچونه پېري، پر دې خبري باندې هيڅکله هم فکر نه کوي. په مغازو کې په تېره بيا کښته بيه ارزښت لري چې ډېری وخت تر ترکاريو هم کښته وي.

خو د «بي او ان دي» د ټولني مشر، هوبرت وايګر، وايي چې غوښه په لومړۍ کتني سره ارزانه ده، خو د پېرلو پر بيي سربېره بايد هغه مالياتي مرستي هم ورباندي حساب شي چې د بيو د کښته ساتلو په برخه کې لګيږي. له دغو مالياتي مرستو څخه د ژوو او مالدارۍ لوی فارمونه او قصابۍ ګټه اخلي. د چاپېريال ساتنې ياده ټولنه اټکل کوي چې په ۲۰۱۲ کال کې به دغه مرستې په آلمان کې د تقريباً۸۰ ميليونو يورو په مقدار شوې وي.