1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

هرات د بریښنا په برخه کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیلوي

هرات کې د اوبو او انرژۍ وزارت له ترکمنستان څخه د برېښنا د راغځېدلي مزي د تقویې او د بریښنا د یوه نوي سب ستشن د جوړولو پروژې پیل کړي. د دغو پروژو مالي لګښت ۱۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي چې د دغه وزارت له بودیجې څخه تمویلیږي.

د هرات ښارایان اوس په دغه ولایت کې د بریښنا له کمزوری څخه سر ټکوي.

د هرات ښارایان اوس په دغه ولایت کې د بریښنا له کمزوری څخه سر ټکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ښاریان د بریښنا له کموالي څخه شکایت لري. د دغه ولایت اوسیدونکې وایي چې د بریښنا نامنظمتوب د برقي سامان الاتو د له منځه تلو لامل شوی دی.

هرات له ترکمنستان او ایران څخه بریښنا تر لاسه کوي. که څه هم تر دې وړاندې د هرات ولایت په افغانستان کې یو له هغو ولایاتو څخه وو چې اوسیدونکي یې د بریښنا له درلودو څخه برخه مند ول خو اوس دغه ولایت په دې برخه کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د هرات د بریښنا د ادارې ریس، انجنیر محمد سرور صدیقی، د دغو ستونزو د شتون پخلی کوي او وایي چې د حل لپاره یې له افغان حکومت څخه بودجه ترلاسه کړې ده.

د هرات د ولایت د بریښنا د ادارې مشر وایي چې د ترلاسه شوو پیسو څخه په استفادې سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته غځیدلي مزي تقویه کړي. د هغه په خبره په هرات کې به همدا راز نوي ترانسفرمرونه نصب شي ترڅو د دغه ښار لپاره په کافي اندازه بریښنا شتون ولري.

تر دې مخکې هم د هرات په ولایت کې د بریښنا ځینې پروژې عملي شوي دي خو د سیمه ایزو اوسیدونکو په خبره دغو پروژو هغو ته کومه ګټه نه ده رسولي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د هرات د ولایت د بریښنا ریس د دغه ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې تر لاسه شوې بودجه به د هغوې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه وکاروي.

دویچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM