1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نی: ټولنیزي رسنۍ لا پیاوړي شوي دي

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړې موسسې د ټولنیزو رسنیو اوونۍ ولمانځله. د نی چارواکو وویل چې ټولنیزي رسنې د قانون ماتوونکو پر ضد د مبارزې په برخه کې ډیر لوی نقش لوبولای شي.

A photoilustration dated May 17, 2012 shows some new applications for the new Facebook. For many people, Facebook is like a second home. But this social network puts severe limits in design and function and also consumes lots of memory on the computer. However, there are new applications by which the user can customize his page. Photoilustration: Simon Chavez/dpa/ef

Facebook Alternative Social Networks

د بیان د آزادۍ مدافع سازمانونه په افغانستان کې د اسد میاشتې لومړۍ اوونۍ د ټولنیزو رسنیو د اوونۍ په توګه لمانځي. د نی موسسې د مسئولانو په خبره اوس مهال په افغانستان کې۷۵۰۰۰۰ کسان د فیسبوک له ټولنیزې رسنې څخه کار اخلي.

د نی مشر مجیب خلوتګر، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۲۳) د ټولنیزو رسنو د اوونۍ د لمانځنې په ویاړ په جوړي شوې غونډه کې وویل: «راشئ چې له دې ځواکه کار واخلو ترڅو افغان حکومت دې ته مجبور کړو چې پر هغو ژمنو عمل وکړي چې په نړیوالو کنفرانسونو کې یې کړې دي.»

اوس مهال په افغانستان کې ډیر کسان له فیسبوک، تویتر، لینکدین او یوتیوب انترنټي ټولنیزو پاڼو څخه کار اخلي. د دغو پاڼو په جمله کې فیسبوک په افغانستان کې تر نورو ډیر کاروونکي لري.

د ټولنیزو پاڼو پیغامونه مخاطبانو ته په مستقیم ډول رسول کیږي نو له دې کبله پکې سانسور نه شي رامنځ ته کیدای.

خلوتگر روښانه کړه چې ټولنیزې رسنې په ډیر سرعت سره خبرونه او پېښي خپلو مخاطبانو ته رسوي. هغه وویل: «زموږ په ټولنه کې د ټولنیزو رسنیو اهمیت دومره ډیر دی چې کله په هوتخیلو کې د یوه ډز غږ واوریدل شي نو موږ په یوه ثانيه کې د کابل په لوېدیځه برخه کې له دې پېښې خبریږو. دومره سرعت بله هیڅ کومه رسنه نه لري.»

خپلواکې رسنې

په افغانستان کې د رسنیو فعالین ادعا کوي چې ډیر شمیر رسنۍ خپلواکي نه دي نو له دې کبله نه شي کولای چې خپل نشرات په بشپړه بیطرفي سره پر مخ یوسي.

د رسنیو یوې فعالې حیلمې حسیني، وویل، له دې کبله چې ټولنیزې رسنې په پېسو پوري تړلي نه دي ځکه نو کولای شي چې په افغانستان کې د معلوماتو د انتقال په برخه کې پیاوړی نقش ولوبوي.

میرمن حسیني وویل: «له دې کبله چې ټولنیزي رسنۍ نه په کوم شخص او سازمان پورې تړلې دي او نه به هم تړلې وي، نو کولای شي چې د افغانستان په ټولنه کې ډیر نقش ولري. که اوس ویل کیږي چې ټولنیزي رسنۍ په داسې یوه قدرت باندي بدلي شوي دي چې دولتونه کنترولولای شي نو کیدای شي چې د هغوی د همدې خاصیت له کبله وي، ځکه هغوی نه په دولت پورې تړلې دي او نه هم په پیسو.»

د حسیني په خبره ټولنیزو رسنیو عامو وگړو ته د دې چانس ورکړی دی چې په پېښو کې ښکیل شي، د هغوی په اړه خپل نظر ورکړي، نیوکې ورباندي وکړي او په اړه یې په بحثونو کې گډون وکړي. هغې وویل: «په ځینو مواردو کې دې ته اړتیا لیدل کیږي چې خپله وگړي په شرایطو کې ښکیل شي. داسې کسان شته چې په ویبلاگونو کې ډیرې ښې لیکنې کوي. د هغوی لیکنې کیدای شي چې په چاپي رسنیو کې د سانسور له کبله چاپ نه شي.»

پر دولتي ادارو اغیزه

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځوانان وایي چې په ډیرو مواردو کې په ټولنیزو رسنیو کې د زورواکانو د کړو وړو په اړه انځورونه او ویدیو گانې خبرې شوې دي. د دغو ځوانانو په حواله افغان حکومت هم بیا د دغو ویدیو گانو او انځورونو تر لیدو ورو سته په اقدام لاس پورې کړی دی او د پېښې عاملین یې نیولې دي.

یو افغان خبریال د دغه شان یوې پېښې کیسه کوي: «يو ترافيک د دولتي چارواکو د خپلوانو له خوا ووهل شو. خو په فیسبوک پاڼه کې د دغې پېښې پر ضد غبرگون د دې سبب شو چې حکومت د پېښې عامل ونیسي او دې ته یې اړ کړي چې له ټکل شوي سرتيري څخه بخښنه وغواړي.»

DW.COM