1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نیکپا، د برونزو مډال وگاټه

روح الله نیکپا د تکواندو د ۶۸ کیلو وزن لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کې خپل بریتانیاوي سیال ته په پنځو نمرو ماتې ورکړه او د ژیړو (برونزو) مډال ئې وګاټه. دا دویم وار دئ چې افغانستان د المپیک په لوبو کې کوم مډال گټي.

تر دې وړاندې لومړی مډال هم د ژیړو وو چې همدې ورزشکار په ۲۰۰۸ کال کې په بیجینګ کې تر لاسه کړی وو.

د المپیک د پنجشنبې «د ۲۰۱۲م کال د اگست نهمه» د ورځو په لوبو کې روح الله نیکپا د ۶۸ کیلو وزن لرونکو د تکواندو وزشکارانو په کتار په زړه پورې لوبه وکړه. هغه پر دې وتوانید چې خپل بریتانیایي سیال مارتین ستامپرته، د ۳ په مقابل کې په پنځو نمرو ماتې ورکړي او د ژیړو مډال وگټي.

تر دې وړاندې چې هغه د خپل بریتانیایي سیال سره مخامخ شي هغه خپله بله لوبه د مرکزي جمهوري افریقا له لوبغاړي څخه د ۲ په مقابل کې په ۱۴ نمرو گټلې وه.

تر دې د مخه نیکپا د لندن د المپیک په لوبو کې خپله لومړی لوبه وګټله خو په دویمه لوبه کې ئې یوازې په یوه نمره ماتې وخوړله. د هغه دویمه لوبه د ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، پر وړاندې وه.

روح الله نیکپا، د ۲۰۱۲ کال د المپیک په سیالیو کې څلور لوبې وکړې چې له هغو څخه ئې درې وگټلې او یوه ئې بایلله. نیکپا خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو. د هغه دویمه لوبه له ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، سره وه چې یوازې د یوې نمرې په تفاوت ئې بایلله.

نیکپا پخپله دویمه لوبه کې هم ډیر ښه وځلید او د دریم روند تر پایه پورې ئې نمرې له خپل ایراني سیال سره مساوي وې. خو په څلورم روند کې د هغه ایراني حریف په اضافي وخت کې پر دې وتوانید چې یوه نمره تر لاسه کړي او په دې ترتیب سره د پنځو نمرو په لرلو د دې سیالۍ گټونکی شي. نیکپا هم په دې لوبه کې څلور نمرې وگټلې.

نیکپا خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو.

اوس په دې سیالیو کې د افغانستان یوازینی پاتې ورزشکار نصار احمد بهاوي دئ چې د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اگست لسمه» به خپلې لوبې وکړي.

ایراني ورزشکار محمد باقر معتمد، تر دې مخکې په لومړۍ مرحله کې د مرکزي افریقا ورزشکار ته د اوو امتیازونو په ګټلو سره ماتې ورکړه.

دې ایراني ورزشکار په ۲۰۰۹ کال کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سروزرو مډال گټلی وو. دغه لوبې په دنمارک کې شوي وې. هغه همداراز د اسیا په اتلولیو کې د سپینو زرو او د ژیړو مډالونه هم گټلي دي.

د نیکپا د لوبو د لیدو له پاره ډیر شمیر افغانان او د هغه بهرني مینه وال لوبغالي ته راغلي ول.

سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم