1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیکولاس مادورو د وینزویلا ټاکنې وګټلې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، د یوې بلي شپږ کلني دورې له پاره ټاکل شوی دی. په ټاکنو کې نورو کاندیدانو پایلې رد کړي دي او د نویو ټاکنو غوښتنه یې کړې ده. په ټاکنو کې لږو کسانو ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/2y3Mw
Venezuela Wahlen
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Cubillos

د وینزویلا د ټاکنو ملي شورا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې نیکولاس مادورو د ۶۷،۷ سلنه رایو په ګټلو سره یو ځل بیا د ولسمشر په توګه انتخاب شوی دی. دا د هغه دویمه دوره ده.

په ټاکنو کې بل نوماند هینري فالکون، ۲۱،۲ سلنه او جاویر بیرتوچي ۱۰ سلنه رایې ګتلي دي. د ټاکنو ملي شورا مشر تیبیسي لوسینا، د یکشنبې په ورځ د کارول شویو رایو د ۹۲،۶ سنله پایلي یې اعلان کړې او ویې ویل چې په دغو ټاکنو کې د وینزویلا د رای ورکولو د شرایطو له پوره کوونکو اتباعو څخه ۴۶،۱ سلنه یې خپلې رایې کارولې وې.

که څه هم د رای اچوونکو شمیر ډیر نه وو، خو بیا هم د رای ورکولو مرکزونه تر ټاکل شوې مودې دوه ساعته اضافه پرانیستي ول.

مادورو په کاراکاس کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته خپلو راټولو شویو پلویانو ته وینا وکړه او ټینګار يې وکړ چې د ټاکنو له پایلې سره ځان مشروع ګڼي او راتلونکي دوه کاله به په وینزویلا کې ټاکنې و نه شي. هغه خپلو مخالفینو ته د همکاری لاس اوږد کړ او ټینګار یې وکړ چې غواړي له هغوی سره په ګډه کار وکړي.

مادورو خپله بریا تاریخي وبلله او ټینګار یې وکړ چې که اپوزیسیون د رای اچوونې بهر بایکاټ کړی هم نه وای، نو ده به دغه ټاکنې ګټلې وای.

Venezuela Wahlen - Nicolas Maduro
مادورو تر بریا وروسته خپلو پلویانو ته خبرې وکړې.انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Cubillos

د رای اچووني د بهیر بایکاټ

د اپوزیسیون د ګوندونو اتحاد «د دیموکرات یووالي ګردی میز»، تر ټاکنو مخکې په روښانه توګه پر وینزوليانو باندې غږ کړی وو چې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي. په ټاکنو کې د نه ګډون پریکړه د وینزویلا د ټاکنیز سیستم پر ضد غبرګون کې شوې وه چې د دغې ډلې د ادعا له مخې د مادورو په ګټه دی.

د دیموکراتیک یووالي ګردی میز، په حواله په دې ټاکنو کې د شرایطو د پوره کوونکو له ډلې څخه له ۳۰ سلنه کمو یې خپلې رایې کارولې دي. اسوشیتد پرس خبر ورکړی دی چې د ټاکنو په ورځ د وینزویلا په ډیرو برخو د ټاکنو مرکزونه خالي ول.

د اپوزيسيون يوه غړي ویکتور مارکویز، ویلي دي: «مادورو په روښانه توګه د هغو اتباعو له خوا مات شوی دی چې تهدید، فشار او پارونه یې و نه منله.»

مارکویز په ټاکنو کې له نورو نوماندانو څخه وغوښتل چې پایلې و نه مني او ټینګار يې وکړ چې د ټاکنو پایله له مخې لا روښانه شوې وه: «موږ له هغو نوماندانو څخه چې ګډون یې کړی وو غواړو چې رامخکې شي او داسې پایله چې له پخوا لا تعین شوې وه و نه مني.»

د دیموکراتیک یووالي ګردي میز ویلي دي چې وینزویلانو د نړۍ په۷۰ ښارونو کې د دغو ټاکنو پر ضد سوله ایزي مظاهرې کړې دي.

په ټاکنو کې نوماند هینري فولکون هم د ټاکنو پایلې رد کړې دي او د نویو ټاکنو غوښتنه یې کړې ده. هغه ټینګار کړی دی چې حکومت پر رای ورکوونکو باندې فشار راوړی دی چې مادورو ته رایې ورکړي.

بل نوماند بیروچي هم د پایلو په ردولو سره د روان کال په اکتوبر میاشت کې د نویو ټاکنو غوښتنه کړې ده خو روښانه کړې یې ده چې مادورو باید په دې ټاکنو کې ګډون و نه کړي او نویو نوماندانو ته چانس ورکړي چې سیالي سره وکړي.

دواړو نوماندانو د د دیموکراتیک یووالي ګردي میز له خوا د ټاکنو بایکاټ یوه اشتباه بللې ده.