1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لوبي

نیوزیلند، انگلستان ته سخته ماتې ورکړه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په یوه زړه پورې لوبه کې نیوزیلند انگلستان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه. د نیوزیلنډ په دې ستره بریا کې د بالر تم ساوتي، اووه ویکټو او د توپ وهونکي برېندن مک کولم ۷۷ منډو ډیر نقش لاره.

د فبروري میاشتې پر شلمه نېټه د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د نیوزیلند او انگلستان د لوبډلو تر منځ یوه بې سارې لوبه وشوه. انگلستان د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او ښایي هم دا یې د ماتې یو علت وو. د نیوزیلند په ننۍ لوبه کې تر ټولو ځانگړې خبره د تم ساوتي اووه ویکټې اخیستل او د بریندن مک کولیم تیز بېټنگ یا توپوهنه وه.

د جمعې ورځې په لوبه کې د انگلستان توپ وهوونکي د نیوزیلنډي بالرانو پر وړاندې داسې ثابت شول، لکه د اوبو پر وړاندې د شگې دیوال. انگلستان خپل لومړی لوبغاړی د ۱۸ په مجموعي منډو له لاسه ورکړه. د انگلستان توپ وهونکی بېل د ټم ساوتي پر توپ باندې وسوځید. د انگلستان دوهم لوبغاړی معین علی وو چې دی هم ساوتي له لوبې وایست.

د انگلستان د لوبغاړو د سوځیدلو او د ساوتي د ویکټو د اخیستلو لړۍ همداسې روانه وه. یو وخت لوبه داسې حالت ته ورسیده چې په ۳۱ اوور کې د انگلستان نهه لوبغاړي سوځیدلي وو. د انگلستان وروستی لوبغاړی په ۳۴ اوور کې وسوځید او په دې ترتیب یې د نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه. تر دې د مخه انگلستان خپله لومړۍ لوبه آسترالیا ته بایللې وه او نیوزیلنډ بیا د سریلانکا او سکاټلنډ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

د نیوزیلنډ په بریا کې بل لوی لاس د مک کولم د تیزو منډو وو. ده له لومړي سره داسې شارټونه ووهل چې انگلستاني بالرانو ته یې ښورا لوی سرخوږی جوړ کړ. ده پر ۲۵ توپونو د ۷ شپږیزو او اته څلوریزو پر مټ ۷۷ منډې وکړې. هغه یوازې په ۱۷ توپونو پنځوس منډې پوره کړې. د ده او گوپتل تر منځ د ۱۰۵ منډو شراکت وشو. مک کولم د ۱۰۵ په مجموعي منډو وسوځید. د انگلستان بل لوبغاړی گوپتل وو چې په لسم اوور کې د ۱۱۲ په مجموعي منډو وسوځید.

تر هغې وروسته ویلمسنز او تایلر لوبې ته ادامه ورکړه او په ۱۳ اورونو کې یې ټاکلی هدف پوره کړ. په دې ترتیب نیوزیلند انگلستان ته په اتو ویکټو داسې ماتې ورکړه چې لا هم ۲۲۶ توپه پاتې وو. دا د نیوزیلند دریمه پرله پسې بریا ده او د انگلستان پرله پسې دوهمه ماتې ده. دغه سیالي د نیوزیلند په وېلنگټن ښار کې تر سره شوه.

په پام کې ده چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۱ نېټه به دوه لوبې تر سره شي. لومړۍ لوبه به د نیوزیلنډ په کریست چرچ ښار کې د پاکستان او ویسټ انډیز د لوبډلو تر منځ وشي او بله لوبه به د آسترالیا په بریسبن ښار کې د بنگله دیش او آسترالیا د لوبډلو تر منځ تر سره شي. بنگله دیش تر دې دمخه افغانستان او آسترالیا بیا انگلستان ته ماتې ورکړه ده.

افغانستان به د یکشنبې په ورځ چې د فبرورۍ له ۲۲ سره برابره ده خپله دوهمه لوبه د سریلانکا له لوبډلې سره وکړي. دغه سیالي هم په نیوزیلند کې تر سره کیږي.

DW.COM