1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

نړی د افغانستان لپاره د خاص استازي په لټه کې

بروسل: په افغانستان کې د نړيوالو مرستو د منسجم کيدلو لپاره د يو خاص استارې ټاکل يو سخت کار بريښی.

default

واشنگتن او لندن غواړي چې په راتلونکې مياشت کې دغه استازی وټاکی، کله چې د ملگرو ملتونو اوسنۍ استازی توم کونيگ وظيفه پای ته رسېږی. خو ديپلوماتان وايي، چې دغه مسوول به کوم صلاحيتونه ولری، لا نامعلومه ده او هم بيلابيل نظرونه وجود لري.

دغه خاص استازی به ملگرو ملتونو، ناتو او اروپايي ټولنې مرستې او کارونه په افغانستان کې يو د بل سره تنظيم کوی، تر څو دغه هېواد بيرته په خپلو پښو ودرېږی.