1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

نړيوال وجهي صندوق مالي ته کريدت ورکوي

مالي له نړيوال وجهي صندوق څخه ۱۸،۴ميلیونو ډالره عاجل کریډت تر لاسه کوي. دغه تصمیم د دغه صندوق ریاست د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کښي ونیوی. وجهي صندوق وايي، چي په دې وسیله به د لوېديځي افریقا د دغه هیواد اقتصاد ثبات پیداکړي. دغه پيسې به د حکومت ټولي اړتياوي پوره نه کړي، خو دا به په مالي کښي د نورو پيسو ورکوونکو هيوادو له پاره یوه ښه سیګنال وي. د نړيوال وجهي صندوق په حواله، له مالي هيواد سره به دغه راز جهاني بانک، د افریقا پرمختیايي بانک او فرانسې له خوا هم مالي مرستي وسي. مالي هيواد له تقریباً دوو اونیو راهیسي د فرانسوي عسکرو په ملاتړ د هيواد په شمال کښي د اسلامي یاغیانو پر ضد جنګیږي. ياغيانو د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کي تر نظامي کودتا وروسته دغه سیمه تر خپل کنترول لاندي راوستې ده. تر کودتا وروسته نړيوال وجهي صندوق د ۴۶،۳ ميلیونو ډالرو په ارزښت منل سوی کریډت بیرته واخیست.