1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

نړيوال بحران: د طالبانو د تبليغاتو لمن ورځ تر بلي پراخيږي

د نړيوال بحران د ډلي رپوټ د طالبانو دغه تبليغات تر څارني لاندي نيولي او ددوی د تبليغاتي کار پر اړخونو باندي رڼااچوي.

د وسله والو طالبانو يوه ډله

د وسله والو طالبانو يوه ډله

ددې سازمان مرستيال نيک ګرونو، وايي:« طالبان د تبليغاتو يوه ډيره اغېزمنه دستګاه لري او دوی و افغانانو ته د خپل پيام د استولو لپاره د بيلابيلو تبليغاتي وسايلو له لاري په ډير ښه ډول خپل تبليغات خپروي، په دې لاره کي دوی د DVD او ليکنو د خپرولو څخه ګټه اخلي. او په دې ډول دوی ښکاره کوي چي دوی يو موثر سازمان لري، او ښايي چي تر دې هم اضافه خپل ځان معرفي کړي.»

د افغاني وګرو مشکلات ورځ تربلي ډيريږي. ځکه نو د نوموړي نړيوال سازمان د څيړنو سره سم د طالبانو تبليغات پراخه اغيزه کوي.

ګرون وايي:« د افغانانو شکايتونه برحق ګڼل کيږي، په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو بمبارۍ د افغانانو په کورونو بېله اجازې ورننوتل او تلاشي کول پر افغانانو باندي ډير بد تاثير کوي، چي و دې ته د بهرنيانو د تيري په شان کتل کيږي. په ګوانتنامو کي فعاليتونه هم په افغانستان کي ډيره بده اغيزه کوي، ځکه چي هلته د نورو افغانانو زورول پر دوی باندي تاثير کوي. طالبان زياتره دغو اعمالو ته ګوته نيسي تر څو په دې ډول خپل تبليغات اغېزمن کړي.»

ښاغلی حامد کرزی د ناټو ځواکونو د قوماندانانو سره

ښاغلی حامد کرزی د ناټو ځواکونو د قوماندانانو سره

په دې رپوټ کي د افغان حکومت او نړيوالو ځاکونو و کړو وړو ته هم نظر اچول کيږي. په پرتليز ډول نظر د طالبانو و کړو وړو ته ددغه سازمان د رپوټ سره سم بايد په افغانستان کي ډير کار وسي. دلته مطلب دانه دی چي د تبليغاتو په ډول جواب ورکړل سي، بلکي په بنسټيز ډول بايد و سياست ته بدلون ورکړل سي.

ګرونو وايي:« څرګنده خبره ده چي دا يوازي يو پيام نه دی، بلکي برحق شکايتونه دي. مثلاً په افغان حکومت کي د رشوت په باره کي او يا په افغانستان کي د پاکستان د ناوړه نقش په هکله. دا ټول بنسټيز مسايل دي خو په اوس وخت کي ددغو اجراتو په اړه په کافي اندازه معلومات نه ورکول کيږي.»

په دې رپوټ کي و دې ته هم ګوته نيول کيږي چي، څنګه طالبان د خپل پيام د استلو لپاره د انټرنيټ څخه ګټه اخلي.

د نړيوال بحران د سازمان مرستيال وايي:« طالبان يوه انټرنيټ پاڼه لري چي په پنځو لکه پښتو، دري، اردو، انګرېزي او عربي ژبو باندي خپريږي.»

د نړيوال بحران د ډلي دغه راپور په ډير اساس وخت کي خپريږي، ياني په هغه وخت کي چي د امريکا د متحده ايالاتو و جمهوري رياست ته د جمهوريت غوښتونکو د ګوندکانديد جان مکين او دډيمو کراټانو د ګوند کانديد بارک اوباما مبارزه روانه ده. او په دې باره کي چي آيا افغانستان ته نور عسکر هم واستول سي او کنه سخت بحثونه روان دي.د ټولو بحثونو سره سره په دې باره کي مصالحه موجوده ده چي افغانستان تر پوځي حل لاري اضافه و يوې پراخي حل لاري ته اړتيالري.