1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

نړيوال اقتصاد لږ وده کړې ده

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ پر اساس په ۲۰۱۲ کال کښي جهاني اقتصاد له تمي خلاف لږ وده کړې ده. په رپوټ کښي راغلي دي چي په راتلونکو دوو کلونو کښي به هم اقتصاد دونه وده ونه کړي، چي د اقتصادي بحران د وخت د کارځایونو خلا بیرته له منځه یوسي. ملګري ملتونه د سږ عیسوي کال له پاره د ۲،۲ او د ۲۰۱۳ کال له پاره د ۲،۴ اقتصادي ودي اټکل کوي.