1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

نوی کال مبارک! د آلمان ږغ ځانګړی راډيويي پروګرام

نوی ۱۳۹۴ هجري شمسي کال د هرکال په څیر په مختلفو میلو سره لمانځل کیږي چي تر ټولو ښه میله یې په مزار شریف کي په روضه مبارکه کي د جنډې په پورته کولو سره جوړیږی

اوډيو واورئ 14:18

د نوي کال په مناسبت زموږ ځانګړې راډيويي خپرونه

په مزار شریف کي د جنډې د پورته کولو مراسم د پخوانیو کلونو برعکس یو څه ناوخته شروع سول او د روضې مبارکي څخه جنډه نن پر ۱۱ بجو پورته سوه . په دغو مراسمو کي د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه په لس هاوو زرو کسانو گډون کړی ؤ او حتی د همسایه هیوادونو څخه ورته خلگ راغلي وه.

په دغو مراسمو کي د کابل څخه راغلو ډیرو دولتي چارواکو، وزیرانو، وکیلانو او خارجي ډيپلوماټانو هم گډون کړی ؤ، چي ځینو یې د نوی کال د رارسیدو په مناسبت خبري هم وکړې. که څنگه چي د بلخ څخه زموږ خبریال عبدالحمید ساپی وايی ، د جنډې پورته کولو دغو مراسمو ته د پخوا په مقایسه ډیر خلگ راغلي وه ، چي حتی پر سړکونو باندي ځای نه ؤ او خلگ هري خواته پر پښو روان او یا پرسړکونو باندي ناست وه.


امنیتي تدابیر


سږکال هم د پخوانیو کلونو په ډول په مزار شریف کي ددغو مراسمو د تر سره کولو په خاطر سخت امنیتي تدابیر نیول سوي وه او تر دغه گړیه کومه خرابه امنیتي پيښه نده رامنځته سوې. امنیتي تدابیر څو ورځي د مخه لا نیول سوي وه او هغه به د نوي کال د میلې تر ختمیدو پوري دوام وکړي.

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه