اوس هم په افغانستان کي بشري حقونه تر پښو لاندي کيږي او د نړيوالي ټولني ډيري نيوکي پر زورواکانو او وسله والو ډلو دي.
د انتخاباتو له پاره د نوم لیکنې پر مرکزونو مکررو خونړیو بریدونو وروسته، د انتخاباتو د څار بنسټونه وايي چې که حکومت د دې مرکزونو د امنیت ټینګولو په برخه کې پاتې راشي، دغه څه به په ټاکنو کې دخلکو پر ګډون ناوړه اغیز وکړي او په پایله کې به یې په ټاکنو کې د خلکو ونډه هم کم رنګه شي. په دې هکله نور جزئیات په دې غږیز رپوټ کې اوریدلی شئ.
ستاره وفادار هم د نورو نجونو په شان غواړي اوږده ویښتان ولري، خو دغه ځوانه افغانه څه د پاسه یوه لسیزه کیږي چي د خپل مور او پلار په خوښه د هلکانو کالي اغوندي او د هغوی له پاره د یوه هلک نقش لوبوي. د هغې ژوند آسانه نه دی.
په جرمني کي مهاجر پلوه سازمانونو د افغانانو پر پلان سوي اخراج باندي نيوکي کړي دي. ویل کیږي چي د سه شنبې په ورځ به يوه بله الوتکه افغان مهاجر افغانستان ته انتقال کړي.