1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نور بايد بې گناه افغانان و نه وژل سي.

د آلمان ددفا وزير فرانس ژوزف يونگ د امريکې په متحده ايالتونو کې دهغه هيواد ددفا له وزير رابرت کيټس سره کتني پر وخت دا خبره کړې چې په افغانستان کې د پوځي عملياتو پر وخت بايد د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي مخنيوی وسي.

په دې وروستيوکې د ناټو او امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کې په سلگونو ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ.

په دې وروستيوکې د ناټو او امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کې په سلگونو ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ.

د آلمان ددفاع وزير دا خبره د هغه پېښو په اړوند کړې چې په دې وروستيوکې د ناټو او امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کې په سلگونو ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ. داپداسي حال کې ده چې
تيره اونۍ اولسمشر حامد کرزي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي وه چې نورنو د په افغانستان کې د ملکي وگړو وژنه نه سو زغملاي، او په دډول کارونونړيوال په افغانستان کې ترهه گرله منځه نسي وړاي.