1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نوروز د پښتو په زړو ادبیاتو کې لمانځل شوی دئ

نوروز له زرونو کلونو راهیسي په لرغوني آریانا او بیا وروسته په خراسان او افغانستان کې لمانځل کیږي. د نوروز ورځ د نوې کال لومړۍ ورځ ده او په همدې‎ ورځې په افغانستان کې د پسرلي موسم پیلیږي.

نوروز پر افغانستان او ايران سر بيره په تاجکستان، ترکيې، اذربايجان، پاکستان، عراق او د روسيې په يو شمېر جمهوريتونو لکه باشکير او تتارستان کې هم لمانځل کیږي.

د دغه لرغونې ورځ د تاریخي پس منظر په هکله د افغانستان نامتو لیکوال، شاعر او د افغانستان د علومو د اکاډمي غړی استاد حبیب الله رفیع، وایي چې نوروز پر افغانستان کې د یوې تاریخي او کلتوري ورځې سربیره د یوې اقتصادي ورځې په حیث منل شوې دئ.

د هغه په وینا له همدې ورځې څخه وروسته کښت او کر پیلیږي او خلک د خپل راتلونکي کال له پاره زحمت کاږي. استاد حبیب الله رفیع وایي چې نوروز کې ګلان غوړیږي او خلک نهالګي کري، نو د هغه په خبره په دې اساس د طبیعي ښکلا او د طبیعي وړتیا له امله د نورزو ورځ د کال د نوې ورځې په حیث ټاکل شوې ده.

د استاد حبیب الله رفیع په خبره د پښتو ژبې په لرغونو ادبیاتو کې د نورزو په اړه ډیر شعرونه موجود دي. د هغه په وینا د پښتو ژبي پخوانيو شاعرانو د نوروز په اړه شعرونه ویلي دي او د دغې ورځ ستاینه او لمانځنه ئې کړې ده. استاد د خوشحال بابا مشهور شعر په گوته کوي چې وايي:

د نورزو منت په باغ دئ په صحرا هم
نوراني ئې شي له فیضه هغه دا هم

د نوروز په اړه د خوشحال بابا د شعر بشپړ متن لاندي وگورئ

پر دې سربیره حمید بابا، رحمان بابا او نور ډیر شاعرانو د نوروز په اړه شعرونه ویلي دي او دا ورځ ئې پکښې لمانځلې ده. رحمان بابا په دې اړه وایي:

بلبلان پسې نارې وهي رحمانه
د بهار گلونه شوي دي که نه دي

استاد وایي چې په همدې ترتیب د نوروز او بهار ستاینه د پښتو په ولسي ادب او کتابي ادب کې هم شوې ده. هغه په دې اړه د پښتو یو لنډۍ ته اشاره کوي چې په دې ډول ده:

د پسرلي په راتلو پوه شوم
جینکو راوړل په اوربل کې ژیړ گلونه

په همدې ترتیب په زرهاوو داسي لنډۍ او شعرونه موجود دي چې پکښي د نوروز او پسرلي هر کلی په ډیره ښکلي ادبي ژبه شوی دئ.

د نوروز په اړه د خوشحال بابا شعر دلته نشر ته سپارو. د اسمایي ویب پانه څخه ډیره مننه چې دا شعر ئې موږ ته راواستوه.

د نوروز ننداره

د نوروز منت په باغ دی په صحراهم
نوراني يې شي له فيضه هغه داهم

چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شي
غنيمت ده د ګلونو تماشا هم

لخلخې د نوبهار په هر مشام ځي
ګلدستي ئې څنډوي پير و برنا هم

د ګلونو هار په غاړه د دلبرو
شرموي ﻻل و ياقوت لؤلو ﻻﻻ هم

د معشوقو په زلفينو کې ځای وکا
ښايسته ګلونه پاس په اوربل لا هم

ارغوان که بنفشه که شقايق دي
زيبايي لري يوځای جدا جدا هم

په هر ګل باندي ټټر مږي بلبلې
بيا له شوقه په هواکاندي نوا هم

د هر ګل په مخ چې سر کېږدي بلبله
پرې غلطان غلطان راځي باد سبا هم

په ګلزار پسې بلبله دل کباب ده
په ارمان ئې ځيګرخون دئ دمينا هم

څوک په عيش و په عشرت کې څوک په غم کې
ځينې څه چارې ليده شي په دنيا هم

دقفس بلبله ژاړي ګرياني کا
چې به چېرې په ګلګشت والوزو بيا هم

که يې وضعه طور دا دئ چې معلوم شو
يو من ريخ ئې په مريخ په ثريا هم

په هغه زما سلام زما دې هم ياد کا
په ګلزار کې چې نګار لري صهبا هم

څو بهاره مې بې ميو معشوقه ځي
دا خودرای فلک څه چارې که پرما هم

ماوې زر به څرخ زما په کام راوخوري
ولې ډېر تعطيل ئې وکړ ﻻ ئې کا هم

چې وخپلې کامرانۍ وته مې شا کړه
غم اندوه د فلک نه لرم پروا هم

د سفله منت به هيڅ دانا وانه خلي
چې خبري په خصلت شي په عطا هم

د منت دارو که مرم په کار مې نه دي
که علاج لره مې راشي مسيحا هم

چې پرې کله کله ﻻس د اهرمن و
د سليمان په ګوتې پېچی کړم خندا هم

د فرښتو امين منت دئ په دعا کې
ﻻجرم ورځنې پټه کړم دعا هم

د جهان غمونه واړه پکې ځای شول
شکر دا چې زړۀ ئې لوی راکړ وما هم

چې ليدلې دې وفا دهغه يار وي
په دوه سترګو قبلوه د ده جفا هم

ښاپېرۍ مخ په خوب کې راښکاره کړه
لېونتوب مې ورسره مونده سودا هم

چې په هسې مخ مې کسي برابر شول
زه به نور په بل مخ نه کړم سترګې وا هم

مړيدل به يې بې هسې مخه نه و
په جهان کې وږي سترګي دي زما هم

که خوشال د يار وصال په دنيا مومي
تمامي دنيا ترې ځار شه ما فيها هم