1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن سه شنبه، د جولایي د میاشتې ۳۱مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۱۳مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۵۳ ورځې پاتې دي.

Closeup calendar page with drawing-pins © naftizin #37892191 Autor naftizin Portfolio ansehen Bildnummer 37892191 Land Ukraine Repräsentative Kategorie Andere Pfeil Kalender Konzeptionelle Kategorie Business Pfeil Businesskonzepte Pfeil Business modern Keywords [agenda,blatt,business,busy,b\u00fcro,close-up,details,dezember,entlebuch,firmen logo,form,jahre,jahreszeit,january,kalendar,konzept,k\u00fcndigung,mahnen,maritimes flair,marschieren,meeting,monastir,nummern,organisation,organizer,pers\u00f6nlich,plane,planes,planung,schwarz,strom,tage,taschengriff,termin,umwenden,urlaub,waiting,wei\u00df,woche,wochenende,work,zeit,zeitplansystem] agenda blatt business busy büro close-up details dezember entlebuch firmen logo form jahre jahreszeit january kalendar konzept kündigung mahnen maritimes flair marschieren meeting monastir nummern organisation organizer persönlich plane planes planung schwarz strom tage taschengriff termin umwenden urlaub waiting weiß woche wochenende work zeit zeitplansystem

Symbolbild Kalender

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۵۸م کال پر همدې ورځ اورنگزیب د هندوستان د مغلانو د مشر په توگه وټاکل شو.

د ۱۷۸۹م کال پر نن ورځ ارسترالیايي او روسي ځواکونو په رومانیا کې ترکیې ته ماتې ورکړه.

د ۱۹۱۹م کال پر همدغه ورځ المان د وینمار اساسي قانون خپل کړ.

د ۱۹۲۶م کال پر همدې ورځ افغانستان له روسیې سره د تفاهم سند لاسلیک کړ.

د ۱۹۵۶م کال پر نن ورځ المان او غربي المان د هستوي همکاریو یو لس کلن تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۷۱م کال د جولایي د میاشتې په ۳۱مه نیټه درې امریکايي فضا نوردان په سپوږمې کې خپل درې ورځینی سفر پیل کړ.

د ۱۹۸۰م کال پر همدې ورځ په ایران کې یوولس کسان د دولت پر ضد د دسیسي د جوړولو په تور اعدام شول.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ د یوې تایلندۍ الوتکې د رالویدو له کبله شاوخو ۱۱۳ کسان ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض