1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن شنبه، د مې د میاشتې ۲۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۴۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۱۹ ورځې پاتې دي.

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۳۴م کال پر همدې ورځ سکهانو پیښور ولکه کړ.

د ۱۸۸۷م کال پر نن ورځ د بریتانیا د «ایسټ افریقا کمپنۍ» تأسیس شوه.

د ۱۹۴۲م کال پر همدغه ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې الماني پوځونو له سټالینگراد څخه په راوتلو پیل وکړ.

د ۱۹۷۸م کال د مې پر ۲۶مه نیټه د متحده ایالاتو په ختیځ ایالت نیو جرسي، کې لومړني قانوني کازینو په کار پیل وکړ.

د ۱۹۸۷م کال پر همدې ورځ د سري لنکا دولت د تامل پړانگانو پر ضد درانه پوځي عملیات پیل کړل.

د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ د آسترالیا د هوایي شرکت یوه مسافر وړونکي الوتکه د تایلنډ په یوه ځنگل کې راولویده او پکښې ۲۲۳ تنه ووژل شول.

د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ د پاکستان سترې محکمی برطرفه شوی ملکي حکومت بیرته بحال کړ.

د ۱۹۹۹م کال پر همدغه ورځ د هندوستان جنگي جیټ الوتکو د کشمیر په شخړه ییزه سیمه کې د اورپکو ځایونه په نښه کړل، دا په تیرو ۲۰ کلونو کې لومړی وار وو چې جنگي الوتکو د چریکانو ځایونه په نښه کړل. پاکستان د اړیکو د خرابیدو گواښنه وکړه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش