1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن د پنج شنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۲۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۱۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۴۹ ورځې پاتې دي.

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:

د ۱۵۳۲م کال پر همدې ورځ لومړي سلیمان چې هغه وخت د ترکیې پاچا وو هنګري ونیوله او د ویانا په لور ئې پرمختگ پیل کړ.

د ۱۷۹۸م کال پر نن ورځ فرانسې د استریا پر ضد د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۸۲۸م کال پر همدغه ورځ روسیې د ترکیې پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۸۶۰م کال پر نن ورځ هسپانیې او ماراکو د سولې تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۵۴م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۶مه نیټه د ملگرو ملتونو غړو هیوادونو غونډه وکړه او په کوریا کې ئې د آزادو ټاکنو په لاره اچولو باندې ټینگار وکړ.

د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ یوه هندۍ الوتکې د کښیناستلو پر مهال له یوې لارۍ سره ټکر وکړ چې په پایله کې یې ۵۶ کسان ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل