1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن د شنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۲۱مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۱۲مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۴ ورځې پاتې دي.

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:

د ۱۵۲۶م کال پر همدې ورځ د مغولو امپراطور بابر، د هندوستاني ابراهیم لودي لښکر له منځه یووړ.

د ۱۸۹۸م کال پر نن ورځ د هسپانیې او امریکا جګړه پیل شوه.

د ۱۹۱۴م کال پر همدغه ورځ امریکایي سمندري ځواکونو د مکسیکو ویرا کروز ونیوه. هغوی په دغه سیمه کې د شپږو میاشتو له پاره میشت پاته شول.

د ۱۹۶۰م کال پر نن ورځ بریزلیا د برازیل پلازمینه شوه.

د ۱۹۵۷م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۱مه نیټه د جنوبي ویتنام وروستی ولسمشر نیام ون تایو، له خپلې دندې څخه کوښه شو.

د ۱۹۲۶م کال پر همدې ورځ د انګلستان ملکه الیزابت دوه نړۍ ته راغله.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش