1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن د یکشنبې ورځ د مارچ د میاشتې ۱۸مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۷۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۸۸ ورځې پاتې دي.

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۱۳م کال پر همدې ورځ روسانو د المان، هامبورگ ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د ۱۹۱۳م کال پر نن ورځ د یونان پاچا جورج اول، د سالونیک په ښار کې ترور شو.

د ۱۹۲۲م کال پر همدې ورځ په هندوستان کې مهاتما گاندي د شپږو کلونو په بند محکوم شو.

د ۱۹۳۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۱۸مه نیټه د نوي لندن په ټیکساس کې په یوه ښوونځي کې د گاز د چاودنې له امله ۴۰۰ تنه ووژل شول، چې زیاتره ئې ماشومان ول.

د ۱۹۶۷م کال پر همدې ورځ روسیې د چین دوه تنه دیپلوماتان د روسیې ضد اعمالو په تور له مسکو څخه وشړل.

د ۱۹۶۹م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر ریچارد نیکسون په پټه د کمبوډیا د بمبارې امر ورکړ.

د ۲۰۰۰م کال پر نن ورځ موزمبیق ته د سیلابونو د راتلو وروسته لومړنۍ مرستې ورسیدې. په موزمبیق کې سیلابونو د ۷۰۰ کسانو ژوند اخیستی وو او شاوخوا ۲ میلیونه انسانان ته ئې زیان اړولی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل