1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن د سه شنبي ورځ، د اکتوبر د میاشتې 4مه نیټه او د 2011م کال 277 ورځ ده. د کال پاې ته 98 ورځې پاتي دي.

default

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

1830: د بلجیم ولایتي حکومت د هالند څخه د دغه هیواد خپلواکۍ اعلان کړه.

1853: ترکيې د روسیې په وړاندي د جګړي اعلان وکړ. روسیې د دغې جګړي د اعلان څڅه درې میاشتي وړاندي پر رومانیا یرغل کړی وو.

1950: ملګرو ملتونو د امریکا پر ملاتړ پر شمالي کوریا یرغل سره موافقت وکړ.

1957: پخواني شوروي د ځمکې په مدار کې لومړنۍ فضایې بیړۍ خوشې کړه. او د بشریت په تاریخ کې یې د فضانوردۍ دوران پیل کړ.

1990: آلماني قانون جوړونکي د لومړي ځل لپاره د جرمنې د اتحاد وروسته د دغه هیواد د پارلمان غونډه جوړه کړه.

1996: وسله والو طالبانو د لومړی ځل لپاره د کابل په سړکونو کې خلک په زور سره مسجد ته بوتلل ترڅو لمونځ وکړي.

2002: جان والکر لیند، په 20 کاله په بند محکوم شو. دی چې یو امریکایې تابعه وو د امریکا ځواکونو لخوا په افغانستان کې په داسې حال کې نیول شوی وو چې د طالبانو سره یوځایې یې د امریکایې او افغان ځواکونو په وړاندي یې جګړه کوله.

2009: افغانستان کې د پاکستان پولې ته نږدي په سلګونو جنګیالیو د افغان او امریکایې ځواکونو پر پوستو برید وکړ او اته امریکایې ځواکونه یې ووژل. دغو وسلوالو برید کونکو 20 افغان امنیتې ځواکونه هم د ځان سره بوتلل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض