نن د شنبې ورځ، د اکتوبر د میاشتي لومړۍ نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۷۴ ورځ ده. د کال پاې ته ۹۱ ورځې پاتي دي.
په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
1838: د افغان او انګلیس لومړۍ جګړه پیل شوه. دغه جګړه هغه مهال پیل شوه چی انګلیسي ځواکونه د کابل په لور وخوځیدل ترڅو په دغه هیواد کې د روسېې د نفوذ څخه مخ نوی وکړي.
1887: بلوچستان د هندهستان سره متحد شو.
1927: د روسېې او ایران تر منځ د عدم تشدد تهد لاسلیک شو.
1949: به بیجینګ کې د چین د خلکو جمهوریت اعلان شو. د دغه جمهوریت مشري ماو زیدونګ پر غاړه درلوده.
1989: دنمارک په نړۍ کی د لومړي ځل لپاره د همجنس بازانو په قانوني توګه واده کول په رسمیت وپیژند.
1996: د حماس د ډلي بنسټ ایښودونکی د اسراییلو له زندان څخه آزاد شو.
2001: په پاکستان کې میشت یوه تروریستی ګروپ د هندوستان تر کنترول لاندي کمشیر کې یو برید تر سره کړ چې په پایلې کې یې 40 کسان ووژل شول.
2004: پکستان کې یوه ځانمرګي برید کونکې چې په یوه مسجد کې ځان وچاوه څه نا څه 50 کسان ووژل.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی