نن به تاریخ کې | ځانگړي مطالب | DW | 13.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن به تاریخ کې

نن جمعه، د جولای د میاشتې ۱۳مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۵مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۷۱ ورځې پاتې دي.

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۴۸م کال پر همدې ورځ فرانسوي ځواکونو په ایتالیا کې د تورتوسا سیمه ونیوله.

د ۱۸۲۲م کال پر نن ورځ یوناني ځوکونو په دې هیواد کې ترکیې ته ماتې ورکړه.

د ۱۹۸۶م کال پر همدغه ورځ د هندوستان په ګجرات ایالت کې دوه تنه مسلمانان د هندوانو له خوا په یوه روغتون کې ژوندي وسوځول شول.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ ولسمشر بوش اعلان وکړ چې متحده ایالات به نور د اتومي وسلو د تولید په موخه یورانیم تولید نه کړي.

د ۱۹۹۸م کال د جولای د میاشتې پر ۱۳مه نیټه د جاپان د وخت د بهرنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفأ وکړه.

د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ په کشمیر کې د یاغیانو د یوه برید په پایله کې ۲۹ کسان ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم