1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

نن المان خپل نوی جمهوررئيس ټاکي

د آلمان 14 مه فدرالي جرګه په برلين کي د فدرالي شورا په ودانۍ کي چي، د Reichstag په نامه ياديږي سره را ټوليږي. په هغه کي 1244 استازي ګډون لري.

په برلين کي د پارلمان ودانۍ

په برلين کي د پارلمان ودانۍ

خو د آلمان د دولت دغه مشر د خلکو د مستقيمو رايو د لاري نه، بلکي د Bundesversammlung يا فدرالي جرګې د خوا ټاکل کيږي.البته په پټو رايو سره.

د دغه جرګې غړي د فدرالي شورا يا Bundestag او د آلمان د 16 ايالتي شوراګانو څخه د انتخاب سوو نارينه او ښځينه انتخاباتي استازو څخه عبارت دي.

Bundesversammlung يا فدرالي جرګه د آلمان تر ټولو ډيره ستره جرګه ګڼله کيږي چي،يوازي او يوازي د جمهور رئيس د ټاکلو دنده په غاړه لري.

دا چي د يوې ايالتي شورا څخه په څه تعداد انتخاباتي استازي فدرالي جرګې ته ورځي، د هر ايالت په نفوس پوري اړه لري.

د بيلګي په توګه د نارد راين ويست فالن د ايالتي شورا څخه 131 او د آلمان د يو کوچني ايالت زارلند څخه يوازي 8 استازي ورځي.

سياستوالان او شخصيتونه

انتخاباتي استازي حتمي نه ده چي،سياستوالان وي.کيدای سي چي، هنرمندان، سپورتي لوبغاړي او يا د عامه ژوند داسي نور شخصيتونه وي چي د ګوندونو دخوا ټاکل کيږي او د جمهور رئيس د ټاکلو دپاره فدرالي جرګې ته معرفي کيږي.

نن د آلمان 14 مه فدرالي جرګه په برلين کي د فدرالي شورا په ودانۍ کي چي، د Reichstag په نامه ياديږي سره را ټوليږي. په هغه کي 1244 استازي ګډون لري.

د آلمان د حکومت ايتلافي ګوندونه، مسيحي ډيموکراټ،مسيحي سوسيال او ليبرال ډيموکرات په ټوليزه توګه په فدرالي جرګه کي 645 تر 647 استازي لري چي،د خپلي خوښي جمهور رئيس د ټاکلو دپاره د يو مطلق اکثريت نساب دپاره کفايت کوي.

د ايتلافي حکومت ګوندونو د نيدرزاکسن د ايالت لومړی وزير، Christian Wulff چي د مسيحي ډيموکراټ غړی دی د جمهوري رياست دپاره کانديدکړی دی. سوسيال ډيموکراټ او د شنو يا د Grüne ګوندونود پخواني ختيځ يا ډيموکراټيک آلمان د بشري حقونو مبارز او دکليسياملا،Joachim Gauck دنوموړي مقام دپاره نومولي دی.Gauck تر دې د مخه د ډيموکراټيک آلمان، د دولتي خدماتو يا استخباراتي ادارې (STASI)،پر دوسيو باندي د غور او کتني دپاره د آلمان د فدرال جمهوريت د ځانګړي مسوول په توګه دنده تر سره کړه.

دغه راز د آلمان کيڼ لاسي ګونداو د آلمان ملي ګوند چي يو ښی اړخی ګوند دی، د جمهوري رياست د چوکې دپاره خپل ځانکړي کانديدان د فدرالي جرګي د سيالي ډګر ته استولي دي.

د جمهور رئيس د ټاکلو دپاره دريم پړاو پريکړن دی .

که چيري هيڅ يوکانديد ونه سي کړای چي په لومړي او دوهم پړاونوکي مطلق اکثريت رايي ترلاسه کړي، هغه کانديد د جمهور رئيس په توګه ټاکل کيږي چي، په دريم پړاو کي د راييوعادي اکثريت لاس ته راوړي.

په آلمان کي د وايمر په نامه جمهوريت کي د تجربې څخه وروسته د آلمان د اساسي قانون پلرونو يا مؤسسينو قصداً نه دي غوښتي چي، جمهور رئيس دي د خلکو په مستقيمو رايو سره وټاکل سي.

د مقرراتو د مخه په فدرالي شورا کي استازي ګوندونه يو تن د جمهوري رياست دپاره کانديدوي، حتي که د هغوی د خپل ګوند غړی هم نه وي. د دې کار هدف دا دی چي د دولت په مشری کي هغه يو شخصيت وټاکل سي چي،وکړای سي د سياسي ګوندونو له سطح لوړ د آلمان له ولس او خلکو څخه استازيتوب وکړي.

پخوانی ګوښه سوی جمهور رئيس،Horst Köhler د مسيحي ډيموکراټ او د ليبرال ډيموکراټ د ګوندونو د ملاتړ څخه برخه من ؤ.

که چيري دا وار د نوموړو ګوندونو د خپلي خوښي کانديد، Christian Wulff د هغه پر ځای ونه ټاکل سي دا به د يو غټ حکومتي کړکيچ د رامنځ ته کيدو لامل سي،او ښايي صدراعظمه انگيلا ميرکل استعفاء کولو ته مجبوره کړي.

دا ځکه چي په المان کي جمهوري رياست نه يوازي يو سمبوليک، بلکي يو سياسي مقام هم دی چي اختيار يي د ګوندونو په لاس کي دی.

Scheschkewitz/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل