1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

ننګرهار: ځوانان د بې روزګارۍ څخه سرټکوي

د ننګرهار په ډیر شمیر څلور لارو کې د مزدوري په موخه ناست کسان وايې چې د کار د نشتوالې له کبله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي. او ژوند يې ورځ تر بلې خرابيږي

آرشیف انځور

آرشیف انځور

دغه کسان زیاتوي چي هره ورځ جلال آباد ښار ته د کار موندولو ‎په موخه راځی خو دوی ته په اونۍ کی یوازې دوه یا درې ورځې کار موندلی شي.

د جلال آباد په ښار کې د کار موندلو په موخه د سړک پر غاړه ناست یو کس هم د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی، نور الله، دی چې وايې هره ورځ د کار موندلو لپاره دغه ښار ته راځې خو کار نه شي موندلی. هغه زیاتوي چې کورنۍ یې له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

د ننګرهار د ځوانانو د چارو مشر، نور اغا ځواک، هم د دغي ستونزې پخلی کوي او وایې چې که دولت یې د حل لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي نو کیدای شي بې روزګاره ځوانان د دولت د مخالفینو سره یوځای شي.

د دي رياست مرستيال حاجې کمال الدين که څه هم خلکوته د کارموندلو په برخه کې د خپلو هڅو او لاسته راوړنو خبرې کوي هغه وايې چې د دي ستونزي د حل لپاره يې دځينونادولتي موسسوپه مرسته کارکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چی د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایې جی په دغه ولایت کې یې د بې روزګارۍ د له منځه وړلو په موخه هڅي تر سره کړي.

د دغي ادارې مرستیال وایې چې شاوخوا 4500 کسانو ته يې په دولتي ادارو کې کارموندلی او په وينا يې 2600 نور کسانو ته يې حرفوي زده کړي ورکړي دي.

د چارواکو په حواله پنځه کاله پخوا په افغانستان کې د ترسره شویو سرویګانو لخو 30 سلنه کسان بې روزګاره ول چې دغه شمیر ته د هرې ورځې په تیریدو سره نور کسان هم اضافه کیږی.

د کارپوهان په حواله په هیواد کې د بې روزګارو کسانو د شمیر د زیاتیدو لامل هر کال د پوهنتون څخه د ډیری کسانو فارغیدل او د ګاونډیو هیوادوو څخه د مسافر ستنیدل دي.

دویچه ویله/ شمع احمدزی
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM