1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نظر پوښتنه : پرامريکاباندي د افغانانو باورد کميدو په حال کښي دی

د افغانستان په 34 ولايتونو کښي پر لاره اچول شوې يوه نظر پوښتنه ښيي چي افغانان د خپل هيواد د راتلونکي په اړه بدبينه دي، او همدارنګه د متحده ايالاتو او د دغه هيواد پر نورو متحدينو باندي هم باور نلري

default

چي ګواکي په افغانستان کښي امنيت راوستلی سي . دغه ټول پوښتنه همدا راز ښيي چي افغانان اوس د طالبانو سره خبرو اترو ته د تير کال په مقايسه ډير ليوال دي .

په همدې حال کښي بيا د افغانستان د دوو جنوبي ولايتو اوسيدونکو، چيري چي د ناټو ډير پوځي عمليات ترسره کيږي، ويلي دي چي د تير ډسمبرمياشتي په پرتله د دوی د ژوند حالت ښه شوی دی .

دغه ټول پوښتنه چي نتايج يې نن خپاره سويدي، د واشنګټن پوست، اي بي سي نيوز، بي بي سي او اي ار دي تلويزيونو لخوا پر لاره اچول شوي وه .

دغه نظر پوښتنه د هلمند په ولايت کښي د ملاحظي وړ پرمختګ ښيي چيري چي امريکايي سمندري ځواکونه قوي پوځي عمليات تر سره کوي . په نوې ټول پوښتنه کښي 67 فيصدو هلمنديانو ويلي دي چي ددغه ولايت امنيتي وضعيت اوس ښه دی . دا په داسي حال کښي ده چي تير کال يوازي 14 فيصدو کسانو دغه خبره کړي وه . په همدې حال کښي د هلمند او کندهار په ولايتونو کښي د هغو کسانو تعداد چي د طالبانوڅخه اخطارونه ترلاسه کوي هم نيمايی ته راکښته سوی دی .

Afghanistan Banken Krise

په ټول افغانستان کښي تر پنځوسو فيصدو څخه ډيرو کسانو ويلي دي چي د ناټو ځواکونه دي د 2011 کال په نيمايي کښي د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي . د تير کال په مقايسه ډيری افغانان په دې باور دي چي متحده ايالات په افغانستان کښي منفي نقش لوبوي . په همدې حال کښي د بارک اوباما د هغي ستراتيژيۍ څخه چي په ترڅ کښي يې په افغانستان کښي د امريکايي پوځيانو شمير ډير سو، ملاتړ هم له منځه تللی دی .

يوکال د مخه، په سلو کښي 61 کسانو په افغانستان کښي د 30000 اضافي امريکايي عسکرو د ځای پر ځای کيدلو څخه ملاتړ کوه، خو د نوي نظر پوښتني پر اساس فقط49 فيصده کسان د دغه کار څخه ملاتړ کوي او 49 فيصده نورو کسانو هم د دغي سترتيژۍ سره مخالفت ښوولی دی .

ددغي نظر پوښتني دوه پر دريمي برخي وويل ، چي پر نړيوالو ځواکونو باندي حملې د توجيح وړ نه دي،چه دا د تير کال په پرتله يو ښکاره کموالی ښيي ، پروسږکال هغه درې پر څلرمه برخه وه

Flash-Galerie Bundeswehr in Afghanistan

په دغه نظر پوښتنه کښي د 1691 بالغو افغانانو سره مرکه سوې ده، اود اکتوبر او نوامبر په مياشتو کښي د افغانستان د ټولنيزاقتصادي او نظر پوښتني څيړنيز مرکز لخوا چي په کابل کښي ميشت دی، تر سره شوې ده .

مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري