1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نشه یان ملک ته په لوی ګواښ بدلیدای شي

نشه یان چې یو مهال ویل کیده په افغانستان کې یې شمیره ډیر ټیټ دی اوس یې د هري ورځي په تیریدو سره په شمیر کې زیاتوالی راځي او ډیر دغه پوډریان له کلیو او بانډو څخه لویو ښارونو ته مخه کوي

د نشه یانو شمیر د ډیریدو په حال کې دی

د نشه یانو شمیر د ډیریدو په حال کې دی

دغه کسان ځکه لویو ښارونو ته مخه کوي چې په دغو سیمو کې خو یو دوي ته د ګرز را ګرز چاپریال برابر دی او بل لامل یې دا دی چې هغوي کولای سي په ډيري اسانۍ سره نشه یې توکي تر لاسه کړي.

افغانستان چې اوس د نړۍ د نشه يي توكو 90 سلنه توليدوي، له امله يې په كور كې هم د نشه يي توكو بيې ټيټې دي او دا سبب دى، چې په افغانانو كې هم نشه يان ډېريږي.

اوس د نشه یانو د شمیر د زیاتیدو په اړه د کور دننه سختې اندیښنې را ولاړي سوي دي او حکومت  او خلک دواړه دغه مخ پر زیاتیدو د نشه یانو شمیر افغانستان ته په راتلونکي کې یو ستر ګواښ بولي.

په کابل کی ډیر شمیر نشه یان د پلی سوخته لاندی په نشو بوخت وي

په کابل کی ډیر شمیر نشه یان د پلی سوخته لاندی په نشو بوخت وي



که له یوه لوري نشه یان د ملک اقتصاد ته تاوان اړوي له بل لوري په صحي برخه کې هم افغانستان ته سخت ګزار ورکوي.

په افغانستان کې د صحې اسانتیاوو د نه شتون له امله، د معتادینو د بې احتیاطۍ له کبله ډیر ځلی ساری ناروغۍ له یو کس خڅه بل ته انتقالیږي.

د نشه يي توكو او جرمونو په برخه كې د ملګرو ملتونو ادارې د خپل تېر كال رپوټ كې ويلي چې په افغانستان كې 900000 نشه يان شته او دا شمېره له وړم كال پورته شوې وه. په دغه حساب د افغانستان په 14 مليونه ځوانو وګړو كې اوه سلنه یې نشه يان دي. د احصاییو له مخې په افغان امنیتې ځواکونو کې هم د نشه یانو شمیر لوړ دی.

افغانستان کې د مخدره توکو د اخستلو لپاره د پیچکارۍ استعمال د اچ ای وی د ناروغۍ لوی لامل دی

افغانستان کې د مخدره توکو د اخستلو لپاره د پیچکارۍ استعمال د اچ ای وی د ناروغۍ لوی لامل دی

د نيويارك ټايمز د یوه رپوټ له مخې په نوره نړۍ كې د اېچ اى وي یا ایدز ناروغۍ د جنسي اړيكو له لاری له یو کس څخه بل ته لېږدول كيږي، خو په افغانستان كې دغه ناروغۍ ډیر ځلي د مخدره توکو د استعمال پر وخت د پیچکارۍ له لاری له یو کس څخه بل ته انتقالیږي.


د كابل په پل سوخته كې چې له دوو سوو تر دريو سوو پورې نشه يان اوسي تر پل لاندې هر سهار له 160 تر 170 پورې پیچکارۍ پراتي وي او دوى د ستنې لګولو لپاره ترې استفاده كوي.

حکومت څو څو ځله هڅه وکړه چې دغه پوډریان د پل سوخته له لاندي نه را ټول او یوه بل ځای ته چې ټولنه ترینه خوندي وي ولیږدوي خو داسي ښکاري چې پر هغوي یې لاس ندی بر سوی.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM