1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

نجونې زده کړو ته پریښودل

تعلیم، ښوونه او روزنه د هرانسان لپاره لازمی او ضروری مسله ده او هرانسان ته پکار دی چې زده کړه وکړی او خپل ژوند نیکمرغه کړی. همدا ښوونه او رزونه ده چې له انسان نه سالم او پوره انسان جوړوی.

په اسلام کې زده کړه په ښخو او نارينه و فرض ده

په اسلام کې زده کړه په ښخو او نارينه و فرض ده

زده کړه انسان دې ته یې اماده کوی چې خپلو خلکو خدمت وکړی.

دا چې ولی افغانان د ژوند په هر ډګر کې پاتی راغلی او له نړیوالو سره سیالی نه شی کولای، تر ټولو ستر لامل یې زمونږ د خلکو بې سوادی ده . په داسی حال کې چې نړی د علم په برکت له سپوږمۍ سره خبری کوی زمونږ یو شمیر ناخبره هیوادوال اوس هم خپل اولادونه د زده کړی له نعمته بې برخی کوی او نه پریږدی چې دوی خپلی زده کړی برمخ یوسی .

دا ځل مو په خپرونه کې همداسی یوې موضوع ته ځای ورکړی.

ګل محد ولی خپله لور سپوږمۍ زده کړو ته نه پریږدی سپوږمې که څه هم له زده کړو سره بې کچی مینه لری خو پلار او ورور یې ورته دا اجازه نه ورکوی چې زده کړی وکړی. راځی چې واور سبوږمۍ څنګه خبل پلار دې ته اماده کوی چې ده ته دا اجازه ورکړی ترڅو تعلیم حاصل کړی.