نتانياهو له ايران څخه د نړیوالې ټولنې غوښتنې بې اثره بولي | دويچه ويله پښتو | DW | 06.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

نتانياهو له ايران څخه د نړیوالې ټولنې غوښتنې بې اثره بولي

د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتانياهو، د ايران د اتومي پروګرام په اړه د ملګروملتو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو او المان غوښتنې بې اثره بولي.

نيتانياهو د چهار شنبې په ورځ المانۍ ورځپاڼې بيلد ته ويلي دي چې دغو شپږو هيوادونو د دې له پاره چې هرومرو يوه پایله په لاس راوړي، خپلې غوښتنې راکمې کړي دي. هغه زیاته کړې ده چې دا هیوادونه غواړي چې له دې لارې هڅه وکړي چې د خبرو اترو د ناکامۍ مخه ونیسي.