1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نا چاودلي توکي اوس هم ستر خطر دی

په افغانستان کې د نړيوال مرستندوی امنيتي ځواک (ايساف) جنگي ماموریت پای ته ورسید؛ او ډیر بهرني عسکر له افغانستان څخه ووتل، خو کارپوهان د نا چاودلو توکو په هکله د پوره معلوماتو غوښتنه کوي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد له یرغل او څو لسیزو کړکېچ راهيسي د دغه هیواد په ښارونو، کلیو او پټیو کې ناچاودلي توکي پاتي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې په بریالۍ توگه د میلیونونو ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو تر شنډولو وروسته اوس هم افغانستان له ناچاودلو توکو څخه پاک شوی نه دی.

آژانس لیکلي دي، چې د اوږدې مودې په جگړه کې ښکیل اړخونه د نا چاودلو توکو مسئول دي، چې په وینا یې تر ټولو زیات خطر یې ماشومانو ته متوجه دی. دا ځکه چې ماشومان ډیر کنجکاوه دي او زیاتره وخت په هغو ځایونو کې لوبي کوي چې ماينونه پکښې ښخ شوي وي خو په نخښه شوي نه وي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې د نړیوال مرستندوی امنيتي ځواک (ایساف) ماموریت ځای اوس د «پریکړنده ملاتړ» ماموریت ونیو، چې موخه یې افغان امنیتي ځواک ته روزنه او سلا مشورې ورکول دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز مشر محمد صدیق راشد، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلی دي: «هغوی وسلې استعمال کړي دي او په دې پوهیږي چې نا چاودلي مهمات به پاتي شي. په دې هکله معلومات ژوند ژغورونکي دي.»

محمد صدیق زياته کړې ده: «که چیري هغوی موږ ته له دغو مهماتو څخه د استفادې، او ځای په هکله معلومات راکړي نو دا به واقعاً ډیره مرسته وکړي. خو ښایي موږ به دغه څه تر لاسه نه کړو. هغوی موږ ته ځیني معلومات راکړي دي خو هغه کفایت نه کوي. هغوی باید لا ډیر معلومات راکړي.»

د راشد په وینا دوی دغه موضوع له ایساف سره مطرح کړې ده، خو وايي چې تر اوسه یې په هکله کوم غبرگون نه دی ښوول شوی. راشد یادونه کوي: «که چیري هغوی موږ ته دغه معلومات را نه کړي، نو دا به ډیره ستونزمنه وي. دا به ډیر وخت او پیسو ته اړتیا ولري او د مرگ ژوبلې سبب به وگرځي. ډیر انسانان به خپل ژوند له لاسه ورکړي، په ځانگړې توگه ماشومان.»

په خوست کي د کډوالو کمپ

په خوست کي د کډوالو کمپ



وژونکی میراث

د کابل په جنگلک سیمه کې د (HALO Trust) په نوم خیریه موسسه د ۸۰یمې لسیزي جگړې د لومړۍ کرښي د ماینونو په شنډولو بوخته ده. د دغه خیره ادارې یوه چارواکي زبتو خان ویلي دي: «تر ټولو خطرناک ړانده یا نا چاودلي مهمات دي، ځیني وختونه چې سړی تماس ورسره پیدا کړي او یا غواړي چې شنډ یې کړي نو چوي.»

خان په خپلو خبرو کې ویلي دي چې زیاتره ملکي وگړي د جگړې د پاته شوو ناچاودلو موادو په شمول د خوشه يي بمونو قرباني گرځي نه یوازي د ځمکنيو ماینونو.

ایساف په یوه اعلامیه کې د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د جگړې ټول هغه میدانونه چې افغان امنیتي ځواکونه ته نه دي سپارل شوي له ناچاودلو توکو څخه خالي کړي دي. په دغه بیانیه کې راغلي دي: «ایساف د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر ۷۵۰۰ زیاتو غړو ته د حکومت ضد مهماتو د شنډولو په برخه کې روزنه ورکړې ده.»

کارپوهان په دې آند دي چې د ټولو چاودیدونکو لس سلنه نه چوي، او په وینا یې د یوه چاودیدونکي میراث په توگه پاتيږي، چې د جگړې تر ختمیدو څو لسیزي وروسته کیدای شي د خلکو ژوند واخلي.

د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز په وینا، دغه هيواد په نړۍ کي په هغو هيوادونو کې راځي چې ناچاودلي مواد پکښي ډېر پراته دي. د دغه مرکز د معلوماتو له مخي په افغانستان کې کابو هره میاشت ۴۰ تنه د دغه توکو له کبله وژل کيږي، چې نیمایي برخه یې ماشومان دي.