1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ناټو: د سیمه ییزو پولیسو یوه سرتیري دوه تنه بهرني عسکر ووژل

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو ویلي دي چې د سیمه ییزو پولیسو یوه سرتیري، په افغانستان کې دوه تنه بهرني سرتیري وژلي دي. ناټو زیاته کړې ده چې پېښه د افغانستان په جنوبي برخو کې رامنځ ته شوې ده. ناټو د خپلې پالیسۍ له مخې د پېښې نور جزئیات نه دي بربنډ کړي.