1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل نوي ماموریت په اړه خبرې کوي. پلان شوې ده چې ناټو به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي.

د ناټو د ۲۸ غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د سه شنبې په ورځ تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د خپلو ژمنو په اړه خبرې وکړې. دغه سازمان به تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې یوازې د امنیتي ځواکونو په روزنې باندې تمرکز وکړي. په داسې حال کې چې ناټو له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې پوځي ماموریتونه ترسره کول، اوس دغه مسوولیت افغان ځواکونو ته لیږدول شوی دی چې شمیر یې تر ۳۰۰۰۰۰ څخه اوړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن، په خپلو خبرو کې په دې اړه اعتماد څرګند کړ چې افغان ځواکونه به و کولای شي چې د خپل هیواد امنیت ټینګ ګړي. هغه وویل: «افغانستان ځواکونه اوس [د عملیاتو] رهبري په لاس کې لري.» هغه زیاته کړه: «دغه ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره په مخ په ډیریدونکي ډول خپلې وړتیاوي، جرئت او اعتماد ثابتوي.»

د افغانستان په اړه اندیښنې

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس هم امنیتي وضعیت ډیر حساس او ماتیدونکی دی. یوازې څو ورځې مخکې آلمان په کابل کې خپل سفارت د امنیتي اندیښنو له کبله په مؤقتي ډول وتاړه.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن

په عین حال کې په افغانستان کې فعالو ۳۰ غیر دولتي سازمانونو راسموسون ته یو لیک استولی دی. دغه لیک د اروپايي ملکي مرستندویه سازمانونو انجمن چې ENNA نومیږي د ناټو مشر ته استولی دی. د دغه انجمن مشر فابیو پومپیتي، په دغه لیک کې په خاصه توګه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د ښځو د حقونو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه لیک زیاتوي چې یاغیان ډیر وخت په افغانستان کې پر هغو ښځو او نجونو باندې بریدونه کوي چې ښوونځیو ته د زده کړې او دفترونو ته د کار له پاره ورځي. اوس په افغانستان کې د کاري قوې یوازې یو سلنه برخه میرمنې جوړوي.

د ENNA په لیک کې راغلي دي چې په تیرو څو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په موخه کوټلي ګامونه پورته شوې دي خو دې سازمان ټینګار کړی دی چې شوي اقدامات کافي نه دي او په دې برخه کې باید لا ډیر کار وشي. په لیک کې راغلي دي: «د یوه باثباته او آرامه افغانستان د رامنځ ته کیدو له پاره دا خبره ډیره مهمه ده چې دغه ځواکونه د خپلو اقداماتو له پاره ځواب ووایي. ناټو باید پر دې خبره باندې ځان ډاډه کړې چې د ځواب ورکوونې، د قانون د حاکمیت او عدالت له پاره لازم قانوني ریفورمونه له لومړیتوبونو کې راوستل شي او بیا پلي شي.»

تر هغه وخته پورې چې د افغانستان په اړه یو څه جزئیات نه وي مشخص شوي د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نه شي کولای چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل ماموریت جزئیات روښانه کړي. د افغانستان د راتلونکي ماموریت له پاره یوه ډیره ټاکونکې موضوع هم د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتي تړون دی چې همدا اوس ورباندې کار روان دی. د دغه تړون له مخې به امریکا متحده ایالات تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي اډې ولري او یو شمیر پوځیان به یې په دې هیواد کې میشت وي.

هر وخت چې د کابل او واشنګټن تر منځ پر امنیتي تړون باندې موافقه وشي، د ناټو غړي هیوادونه به تر هغه وروسته له افغان حکومت سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل ماموریت په اړه خبرې اترې پیل کړي. دغه ماموریت هم باید د ملګرو ملتونو له خوا تایید شي.

په داسې حال کې چې د ناټو د دفاع وزیرانو د دغه ماموریت په اړه معلومات نه دي ورکړي چې خو یو شمیر دیپلوماتان وایي چې په دې روزنیز ماموریت کې به د ښکیل پوځیانو شمیر د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ وي. ویل شوي دي چې د دغو پوځیانو ډیره برخه به متحده ایالاتو پورې تړاو ولري.

د راسموسن په خبره له افغانستان څخه د ناټو د جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته به د دغه سازمان یو ډیر لګښت لرونکی ماموریت هم پای ته ورسیږي. تر ۲۰۱۵ کال وروسته ناټو غواړي چې راتلونکو او بیړنیو ماموریتونو ته چمتوالی ونیسي. راسموسن د ناټو د راتلونکې په اړه وویل: «په راتلونکې کې به ناټو داسې یو سازمان وی چې ټولو پېښو ته به چمتوالی لري. موږ به ځان ډاډه کړو چې هر څه ته چمتو ووسو. مونږ باید همداراز ډاډه ووسو چې زموږ ځواکونه له یو بل سره د یوځای کار کولو او د عملیاتو ترسره کولو وړتیا ولري.»

افغان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

افغان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

آیا په راتلونکې کې به ناټو وړوکی او کم لګښت لرونکې سازمان وي؟

د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو همداراز پر دې خبرې وکړې چې د دغه سازمان لګښتونه او په ماموریتونو کې د ښکیلو سرتیرو شمیر راکم کړي. دغه وړاندیز د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، له خوا شوی وو.

د دغه نظر له مخې به د ناټو ټول غړي هیوادونه په ټولو پوځي برخو کې ونډه نه اخلي او هر هیواد به یوازې په یوه برخه کې پانگونه کوي. د بیلگې په توگه د ناټو یو غړی هیواد به یوازې د هوایي عملیاتو په برخه کې او بل هیواد به په ځمکني عملیاتو کې پانگونه کوي.
د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن، هم د دغه وړاندیز هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دا د متحدینو تر منځ د لا نزدې کار کولو یو بله بیلګه ده.

DW.COM