1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ناخوال اقتصادي وضعیت افغانستان ته له بغاوت څخه ستر گواښ دی

د ناټو جنگي ماموریت له پای ته رسیدو سره د طالبانو بغاوت ښايي لا تراوسه یو گواښ وي،خو د څارونکو په نظرپه اوږده موده کې تر ټولو سخت گواښ د هیواد ناخوال اقتصادي وضعیت دی چې گمان نه کیږي یواځې د طبیعي شتمنیو له لارې ټینگ شي.

د افغانستان د دولتي مامورینو معاشونه هم د برنیو مرستو پورې اړه لري.

د افغانستان د دولتي مامورینو معاشونه هم د برنیو مرستو پورې اړه لري.

د کابل د شهزاده په مارکیټ کې صرافان د افغانیو، ډالرو، کلدارو او درهمو بنډولونه عرضه کوي او د خپل کار او بار د تودولو لپاره نارې سورې وهي، خو مشتریان پرته له دې چې لیوالتیا ښکاره کړي د هغوی له مخې تیريږي. دوه کاله مخکې وضعیت داسی نه ؤ. د دغه جگړه ځپلې هیواد اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی.

په تیره څه د پاسه یوه لسیزه کې د نړیوالو ځواکونو د شتون او نړیوالو بنسټونو او مرستو له برکته د افغانستان اقتصاد ښه غوړیدلی ؤ. د ناتو او امریکا متحده ایالاتو تر مشرې لاندې نړیوال ځواک خپل جنگي ماموریت د تیرې یکشنبه په ورځ په رسمي ډول پای ته ورساوه.

خو نه یواځې د نړیوالو مرستو له کمیدو سره ، بلکه د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو او اوس د ملی یووالي حکومت د کابینې په جوړښت باندې ناندریو هم د دی جگړه ځپلي هیواد اقتصادي څرخونه پڅ کړي دي.


څارونکي وايي چې د دغې سیاسي ناباورۍ له امله ډيري شتمن خلک خپلې پیسې له افغانستان څخه باسي. د شهزاده مارکیټ یو تاجر، امید خان د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې افغانستان ته کمې پیسې راځي، خو ډيری ترې وځي: «کله چې د نړیوالو ځواکونو د بشپړ وتلو وخت رانژدې کیده، ډيرو پانگوالو خپلې پیسې بهر ته وایستلې: لکه دوبۍ، چین، پاکستان او ترکیې ته.»

د «آسیا فونډیشن» له خوا د ۹۰۰۰ افغانانو څخه یوه وروستۍ نظرپوښتنه وايي چې «بیکاري او یو کمزورې اقتصاد د هیواد ستره اندیښنه ده.». د دغه امریکايې غیر دولتي سازمان له خوا په خپره شوې څيړنه کې یادونه شوې چې دغه ناخوال اقتصادي وضعیت ښايي د ناامنیو او اختلاس لمن نوره هم پراخه کړي.


د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانگړي پلټونکې ادارې SIGAR د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۲ کال څخه را په دی خوا متحده ایالاتو په افغانستان کې ۱۰۴ ملیارد ډالر لگولي دي.
دا پیسې له هغو مالي مرستو څخه ډيرې زیاتې دي چې متحده ایالاتو د مارشال پلان تر نامه لاندې د دوهمې نړیوالې جگړې څخه وروسته ېې اروپا له خاورو او ایرو څخه بیرته اوچته کړه.

خو د دغو پیسو ډير زیاته برخه په جنگي عملیاتو لگیدلي ده، نه د افغانستان د بیارغاونې لپاره. د افغانستان د امنیتي ځواکونو چې اوس په یواځیتوب سره د طالب یاغیانو پر ضد جنگیږي، معاشونه تر زیاتې کچې د نړیوالو مرستو له لارې تمویليږي.


د افغانستان حکومت د سږکال لپاره د ۱،۸ملیارده ډالره عاید انتظار لري. دا د دغه هیواد د تریاکو له غیر قانوني عاید څخه چې د طالب یاغیانو د عوایدو مهمه سرچینه گڼله کیږي، ډيره کم دی.

د کال د اتو ملیارد ډالرو مرستو له ژمنو څخه پرته افغان حکومت د دی توان نه لري چې د خپلو ۳۵۰ زرو ملي سرتیرو او ملي پولیسو معاشونه ورکړي چې همدا اوس د طالب یاغیانو سره د جگړې په لومړې کرښه کې مقابله کوي.

د ناتو تیر څه د پاسه یوې لسیزې ماموریت افغانستان اقتصاد ته ډيره وده ورکړه. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې د افغانستان ملي ناخالص تولید په ۲۰۰۱ کال کې له ۲،۵ ملیارد ډالرو څخه د ترانسپورت، ودانیو جوړولو، مخابراتو او رسنیو د سکتورو د ودې له برکته څه د پاسه ۲۰ ملیارد ډالرو ته لوړ شو.

د وچو میوو صادرات

د کرهڼې سکتور چې تریاک په کې شامل نه دی، هم یوې لوړې کچې ته وده کړې ده، څرنگه چې د وچوو میوو صادرات د غالیو په پرتله چې پخوا د افغانستان د مهم صادراتو څخه شمیرل کیده، زیات شوي دي. دا د حیدر رفعت لپاره چې د ممیزو، انځرو، پستو او نورو داسی میوو د تولید او صادراتو شرکت لري، ډير یو ښه خبر دی.

هغه د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «پخوا مونږ خپل تولیدات یواځې پاکستان او هند ته صادرول، خو اوس د نړې ۴۵ هیوادونو ته صادرات لرو.»

د کرهڼې سکتور د افغانستان په اقتصاد کې ارزښتمند رول لوبولې شي.

د کرهڼې سکتور د افغانستان په اقتصاد کې ارزښتمند رول لوبولې شي.

د خلیج هیوادونو، استرآلیا او کاناډا ته د میوو له صادرولو سره افغان تولیدونکي ډيرې پیسې گټي او له دې سره په خپل ۳۰ ملیون نفوس لرونکې هیواد کې چې هر کال ۴۰۰ زره ځوانان د کار بازار ته وردانگي، د بیکاریو د مخنیوی لپاره یوه کوچنې مرسته کوي. خو د وچوو میو سوداگر، حیدر وايي چې د صادراتو د ودې لپاره د انرژي سکتور د ودې، د فابریکو لپاره ښوو مالي مرستو او په بهر کې د افغانستان د محصولاتو لپاره ښه بازار موندنې ته نوره اړتیا لیدل کیږي.

د اقتصاد د رغیدو لپاره اوږد مزل په مخکې دی

یو سکتور چې د پانگه والو پام ېې ځان ته ډير زیات را اړولې دی، هغه د افغانستان د طبیعې زیرمو استخراج دی. د امریکا متحده ایالاتو د جیولوجیکې څیړنو له مخې د افغانستان د طبیعې زیرمو شتمني چې په هغو کې سره زره، اوسپنه او مس شامل دي، د یو تر درې تریلیون ( یو تر درې زرو ملیاردو) ډالرو پورې ارزولې شوي دي.


له نظري لحاظه دا کیدای شي چې افغانستان د بهرنیو مرستو له اړتیا څخه وژغوري. خو د افغانستان یو جیولوژیکي کار پوه، جاوید نوراني فرانس پرس ته وویل چې په دې لاره کې یو گڼ شمیر ستونزې او خنډونه موجود دي.

هغه وايي چې د دغو خنډونو د لمنځه وړلو لپاره افغانستان باید د خپلو کانونو د استخراج په قانون کې تعدیلات او د مناقصې او داوطلبیو په پروسه کې شفافیت رامنځ ته کړي، د ریل شبکې پراخې کړي او د کانونو په استخراج کې د اختلاس پر ضد ټینگه مبارزه وکړي.

نوراني وايی چې د دې ټولو کارونو سرته رسول او د کانونو د استخراج لپاره ښه لاره مساعدول ښايې لس کاله وخت ونیسي. هغه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتي دي چې په دې سکتور کې یو اوږدمهاله پلان جوړ کړي.

خو اوس سمدلاسه دا هیواد ثبات ته اړتیا لري او هغه خدمات او امکانات برابر کړي چې ځوان نسل د هیواد په دننه کې وساتي. د هغوی یو پر دریمه په بې وزلی کې ژوند کوي او د خپل ژوندانه د تأمین لپاره له حد اقل امکاناتو څخه هم برخه من نه دي.

د پیسو د تبادلې په بازار کې حاجي مبین د راتلونکې په هکله ډير زیات خوشبین نه دی هغه په ښکاره توگه وايي: «زمونږ اقتصاد لا تراوسه بهرنیو مرستو پورې تړلې دی. د دغو مرستو غوڅیدل، لکه د اکسیجن غوڅیدو معنی نه لري. که چیری هغه نه وی، نو مونږ هم ژوندي نه یو.»