1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ناتو او روسيه د افغانستان لپاره د يوې مځکني ترانزيتي لارې پر سر موافقه کړی ده

بخارست: د رومانيا په مرکز بخارست ښار کې د ناتو هېوادونو سرمشريزې غوندې په لړ کې ناتو او روسيه په دی توافق کړی دی، چې روسيه به د ناتو د غير نظامي تجهيزاتو لکه خواراکي مواد، تيل او ترانسپورتي وسايلو لپاره مځکني ترانزيت لاره ورکړی.

په بخارست کې د ناتو د هېوادمشرانو ډله اېز عکس

په بخارست کې د ناتو د هېوادمشرانو ډله اېز عکس

د روسيي د بهرنيو چارو وزارت يو وياند ويلی دی، چې پدی مسله کې د روسيي او ناتو گدې گټې شته دی.

د افغانستان لپاره د ناتو د نوې ستراتژی په اساس بايد افغان اردو تر دوزره لسم کال پورې اتيا زره عسکر ولری.

سر بېره پر دی، ناتو د افغانستان لپاره په خپل اوږد مهاله ستراتېږی کې د لومړی ځل لپاره په غير مستقيم ډول د خپلو عسکرو د وتلو په هلکه هم يادونه کړی ده.